په بلوچستان کې هزاره لږکۍ: ویره، حوصله او پر ځان باور
هغه هزاره ګان چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي، د ترهګرو د بریدونو له ویرې مجبوره دي ځانونه د لوړو دیوالونو تر شا پټ کړي. خو سربیره پر دې د دې اقلیت پورې اړوندې ټولنې خپل دود دستور او کلتور ساتلی دی.
خريداري هم د پيرې سره
د هزاره لږکۍ سوداګر د کویټې ښار د مرکزي مارکیټ پر لور روان دي. د دوی د استوګنې د سیمي چارچاپيره یو لوی دیوال درول شوی، څو دوی د ترهګرو له بریدونو وژغوري. مارکیټ ته د تګ راتګ پر مهال دوی د پاکستاني پوځیانو له خوا بدرقه کیږي.
له پاکستان سره مينه
هزاره ګان د نسل له پلوه د افغانستان یوه قومي ډله ده، خو نږدې یو میلیونه هزاګان په پاکستان کې میشت دي او دغه هیواد خپل ټاټوبی بولي. په لسګونو هزاګان د پاکستان په پوځ کې دنده ترسره کوي او د دوی د استوګنې په مختلفو سیمو کې د پاکستان بیرغ تر سترګو کیږي. دوی زیاتره د کویټې په هزاره او مري آباد ټاون کې میشت دي.
پر ځان باور
نويد علي پر خپلې سیني لیکلي دي«پر خپل طاقت باور ولره». د دې یو هدف د بهرنیو بریدونو پر وړاندې مقاومت کول هم دی. ۲۳ کلن نويد په هزاره ټاون کې د« بدن ښکلاء» ورزش کوي.
په سوله ایزه توګه له ځان څخه دفاع
هرکله چې هزاره ګان د خپلو حقونو او حفاظت له پاره احتجاج کوي په پر امنه طریقه یي کوي. «هزاره دیموکراتیک ګوند» په سوله ایزه توګه د احتجاج پر سیاست باور لري. دوی په ایالتي پارلمان کې دوه چوکۍ لري. د کونفو ورزش استاد مبارک علي په خبره له امن سره به د هزاګانو په محبت کې کمبود رامنځته نه شي.
د سحر چای په محاصره کې
۳۰ کلن وکیل او د بشري حقونو کارکونکی سردار سهیل له خپلې مور سره د سحر چای یا ناشتې پر مهال وایي:«مونږ د څو کلونو راهیسې د محاصرې په وضعیت کې ژوند کوو. زمونږ د حفاظت له پاره شاوخوا امنیتي پوستې جوړې شوي دي چې له امله یي مونږ له نورو سیمو څخه جلا شوي یو.»
وسله او پر خدای باور
هزاره نسل د مغولستان سیمې پورې تعلق لري نو له همدې امله دوی له لیري ځایه له څیرو څخه پيژندل کیږي چې ترهګر له دې ځانګړتیا ګټه پورته کوي. سردار سهیل له کوره د وتلو پر مهال همیشه خپله توفنچه له ځان سره وړي. سردار سهیل وایي چې د دې ایمان ورته قوت وربخښي او له کوره د وتلو پر مهال تل د خپلې مور لاسونه ښکولوي.
کلتوري مراسم
په کویټه کې میشت هزاره ګان خپل تاریخ، موسیقۍ او کلتور ته ډیر ارزښت ورکوي. د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال خان د جون میاشتې په پای کې د همداسې یوې کلتوري میلې پرانیسته وکړه. کمال خان او د دغو مراسمو نورو ګډون کونکو د هزاره ګانو دودیزې خولې په سر کړې وې.
دودونه نوي نسل ته سپارل کیږي
په دې دودیزه میله کې یوه کوچنۍ نجلۍ لیدل کیږي چې خامک دوزي کوي. په داسې حال کې چې له دودیزو جامو سره دا پخپله هم د هنر یوه نمونه ښکاري.
پر تعليم پانګونه
د محمد آصف له نظره تعلیم تر ټولو مهم دی. هغه په مري آباد کې یو ښوونځي جوړ کړی دی. ماشومان د سحر د دعاء له پاره راټول شوي دي. د محمد آصف په حواله هغه د تنکیو ځوانانو له پاره په ټولنه کې د ښه فرصتونو د پيدا کولو په لټه کې دی.
پر راتلونکي نظر
د ماري آباد په سیمه کې د دې ماشومې راتلونکی یوازې او یوازې پر دوی د ترسره کیدونکو بریدونو په بندیدلو پورې منحصره ده. د هزازه لږکۍ آزادي او حفاظت د دوی د روښانه مستقبل ضمانت کولی شي.