برلين: د ډزو په پایله کې یو تن وژل شوی او ډیر نور ټپیان دي
۱۳۹۸ بهمن ۲۶, شنبهد آلمان د پلازمېنې برلين پولیسو په خپل تویتر کې لیکلي دي چې ډزې کونکي کسان د پيښې له ځای څخه تښتیدلي دي او د پيښې په اړه پلټنې روانې دي.
د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» په حواله دری تنو ټپیانو ځانونه پخپله روغتون ته رسولي دي، په داسې حال کې چې په ډیر لوړ شمیر د پولیسو ځواکونو ځانونه د ټیمپوډروم تالار د باندې رسولي وو. دغه تالار چې د مختلفو مراسمو او پروګرامونو له پاره ترې استفاده کیږي د آلمان د پلازمېنې په کروئټز برګ، سیمه کې موقیت لري.
د جمعې په شپه کله چې د ټیمپوډروم تالار څخه د باندې ډزې وشوې په تالار کې دننه د یوه ترکي کامیډین نمایش یا پروګرام جریان درلود.
د ډزو دغه پيښه د جمعې په ماښام (د فبرورۍ میاشتې په ۱۴ نیټه) د سیمه ایز وخت مطابق د شپې په ۱۰ بجو او ۵۰ دقیقو رامنځته شوه چې تر پيښې وروسته دغه تالار د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شو.
د ابتدایي رپوټونو په حواله پولیس د شکمنو کسانو په لټه کې دی، خو د شنبې ورځې په سهار د برلين د پولیسو یوه ویاند د دې پيښې په اړه ویلی دي: «د تیرو څو ساعتونو راهیسې د کوم نوي پرمختګ هیڅ اطلاع نه ده موجوده.»
دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا