په بحراني وختونو کي اکثرو انسانانو ته اجتماعي تماسونه مهم دي
۱۴۰۱ آذر ۴, جمعهاعلان
د «کریسمون» عیسوي پروتستانت کلیسا میاشتنۍ مجلې له خوا یوه نظر پوښتنه کي نن جمعه راغلي دي، چي تر ۸۰ فیصده ډیر انسانان په جرمني کي د خپلو فامیلونو، اشنایانو او دوستانو سره تماس ساتل د ښې ایندې پخاطر یوه امیدواري بولی.
تقریباً ۶۰ فیصدو پوښتل سوو کسانو بیا پر دې سربیره ویلي دي چي د سپورټ او حرکت څخه په لاس راغلې خوشالي او په شعوري ډول ښه کارونه سرته رسول هم ورته خوشبیني پیدا کوي.