ایران کې په یوه میاشت کې ۱۱۰ اعدامونه؛ ۷ تنه یې افغانان دي
۱۴۰۴ مرداد ۱۵, چهارشنبهد ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی دی چې په ایران کې د ۲۰۲۵م کال یوازې په جولای میاشت کې لږترلږه ۱۱۰ کسان اعدام سوي دي. د اعدام سوو کسانو په ډله کې یوه ښځه، ۷ تنه افغانان، ۹ تنه بلوڅان، څلور تنه کُردان او درې تنه عرب وګړي شامل دي.
اړوند:امنستي انترنيشنل: په نړۍ کي د اعدامونو شمېر اوج ته رسېدلی
د نوموړي رپوټ له مخې په جولای میاشت کې د اعدام دغه شمیر د تیر کال د همدغې میاشتې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي. همدارنگه درې اعدامونه په عام محضر کې عملي سوي چی په هغو کې کوچنیان هم د اعدام د صحنو شاهدان وو.
په ایران کې د اعدامونو له تازه لړۍ سره یوځای، د اعتراض کوونکو، سیاسي زندانیانو او د اسرائیل له پاره د جاسوسۍ په تور د اعدام د حکمونو صادریدل او تائیدیدل هم زیات سوي دي. د ایران د بشري حقونو سازمان خبرداری ورکړی چې لږ ترلږه ۶۷ زندانیان په همدغو تورنو د اعدام د سزا د عملي کولو په کتار کې دي چی له هغوی څخه د ۲۲ کسانو حکم د ایران د سترې محکمې له خوا تأیید سوی دی او امکان لري هره شیبه عملي سي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان مدیر، محمود امیري مقدم ویلي دي: «په اوسني بحراني حالت کې، د ایران اسلامي جمهوریت غواړي چې سیاسي بندیان په تر ټولو ټیټ لگښت اعدام کړي. دغه ډول حُکمونه تر شکنجې لاندې لاس ته راغلو اعترافونو او کومې عادلانه پروسې ته له لاسرسي پرته صادر سوې، چې دا کار نه یوازې له نړیوال قانون څخه سرغړونه ده، بلکې د اسلامي جمهوریت له قوانینو سره هم په ټکر کې ده.»