ايران کې د جنسي تيرو زيات قربانيان ټويټر ته پناه وړي
۱۳۹۹ شهریور ۸, شنبهيو شمېر ايرانۍ قرباني ښځې تر څنګ د دې چې په جنسي تيري تورن کسان افشا کوي، اړوند له سازمانونه څخه د عدالت غوښتنه هم کوي.
وروسته له هغې چې په مصر کې څو مشهورو کورنيو پورې اړوند شپږ نارينه، د قاهرې په يوه هوټل کې د جنسي تيري په تور ونيول شول، په تقريبا ورته وخت کې یو کس په ايران کې هم ونيول شو. دغه کس هم د ښځو له خوا د انټرنيټي افشاګريو وروسته ونيول شو. دی هم په جنسي تيري تورن دی. د هغه نوم، کيوان امام وردی دی چې اوس د پولیسو په توقیف کې دی.
د (Me too) خوځښت، په لومړي ځل له هاليووډ څخه پيل شو، چې له لارې يې د نړۍ ډيرو ښځو، په عام ډول په لويديځو هيوادونو کې خپلې د جنسي تيريو پټې ساتل شوې نوې يا زړې پيښې افشا کړې. داسې ښکاري چې اوس دغه خوځښت د ايرن په څير، هغو هيوادونو ته هم رسيدلی چې هلته د جنسي تيريو په څير مسائيل په کې شرم /تابو ګڼل کيږي.
په ايران کې د جنسي تيریو او د آزار او اذیت پر ضد لومړنی ټويټ د اګست په شپږمه د «امانل» په نوم د ټويټر د يوه کارونکي له خوا خپور شو. نوموړي په دغه ټويټ کې نارینه و ته، له ښځو او نجونو سره د رابطو ټينګولو او چټکو جنسي اړيکو د نيولو يو لړ «سپارښتنې» کړې وې.
اصلې پيښه له دغه ځایه پيل شوه
که څه هم دغه ټويټ يوازې د بحثونو د راپارولو له پاره کافي وو، خو اصلي پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې لږ تر لږه دوو ښځو افشا کړه چې دغه ټويټ «کومه ټوکه» نه ده او ورسره سم يې د ټويټ له ليکوال سره د خپلې ورته تجربې څخه پرده پورته کړه. له دغو ښځو څخه يوې يوې يې امانل «تیری کونکی/متجاوز» وښود. امانل، تر هغه وروسته په بشپړه توګه ټويټر پريښود. خو د هغه ټويټر پريښودل، د هغه له خوا پیل شوی خوځښت مخه ونه نیوله. په اصل کې د هغه ټويټ د «بارودو په يوه زيرمه کې د يو اورلګيد د لګولو» په څير وو.
اوس په ايران کې د هغو ښځو شمير ورځ په ورځ په ډېرېدو دی چې د ځان په اړه د جنسي تيريو او آزار او اذيت لیکنې کوې. که څه هم د حقوقي لحاظه دغه ډول ادعاوې د يو تور په حد کې پاتې کيږي، خو د يو شمیر پيژندل شوو خبريالو ميرمنو له خوا دغه ډول افشاګريانې او يا د دوی له خوا د نورو ښځو د آزار او اذیت د پيښو تائيديدل، دغو افشاګريو ته ټولنيز اعتبار ورکړی دی.
د ټويټونو په دغې لړۍ کې پخوانۍ ايرانۍ خبريالې، سارا امت علي، ليکلي دي، چې هغه د پيژندل شوي نامتو ايراني نقاش او هنرمند، آيدين آغداشلو، له خوا «جنسي زورول» شوې ده. خو آغداشلو، په خپل انستاګرام پاڼه کې د یادې خبريالې له خوا دغه د ۱۴کاله مخکې تور په کلکه رد کړی دی.
په محکمه د جرم د اثبات
له بل لورې د يو شمیر ښځو له خوا د ځینو تورنو کسانو په اړه يو ډول شکايتونه، دغه تورونه منلو ته نژدې کوي. ممکن د کیوان امام، د نيولو قضیه هم د مختلفو ښځو له خوا د يو ډول تورونو په نتيجه کې رامنځته شوې وي.
ايرانۍ حقوق پوهه او د سولې د نوبل جايزې ګټونکې، شيرين عبادي، له دویچه وله فارسي سره په خبرو کې وويل: «د ايران په قوانينو کې د جرم د اثبات يوه لار، د قاضي علم دی. او د قاضي علم بايد د هغو اسنادو پر اساس وي چې په دوسيه کې شتون لري. له دغو اسنادو څخه يو يې د هغو مختلفو افرادو شکايتونه دي چې ترمنځ يې د پټ جوړجاړي او د درواغو ویلو احتمال موجود نه وي.»
همدا اوس د يو سوداګريز شرکت «دیجی کالا» کوم چې د «ايران امازون» په نوم شهرت لري، د يوه پخوانی مدير نوم هم اخیستل کيږی چې د مختلفو ښځو له خوا پرې د جنسي آزار د تکرار ادعاوې شوي دي. پر هغه د آنلاين شکايت کونکو په ډله کې يوه هم فرشته کسرايي ده. د هغې جدي شکایت د دې سبب شو چې دغه پخوانی مدير يې پر وړاندې ځواب ورکړي. خو د هغه ځواب د کارونکو د سوړ غبرګون سره مخ شو. له دې ټولو سره سره، د ټولنيزو رسنيو يو شمیر کارونکي، د شکايتونو په نتيجه کې د سازمانونو له خوا تر اوسه ورکړل شوي ځوابونه، د دغه نوي خوځښت له پاره لوېه لاسته راوړنه بولي.
فتانه
فتانه، چې د ایران په مشهد کې د جنسيتي برابرۍ په برخه کې يوه فعاله ده وايي چې د پر له پسې جنسي تيري يوه ژغورل شوې ده. ځينې ميرمنې چې ورباندې جنسي تيري شوي دي، غواړي چې په اړه يې د «قرباني» (victim) پر ځای د «ژغورل شوي»(victim) عبارت وکارول شي.
د فتانې کیسه چې په وينا يې د ۱۳۹۷ کال د زمري مياشتې ۲۴مه تيره شوې، د ډيرو نورو ايرانيو ښځو کيسو سره دومره توپير نه لري. هغه وايي چې په تورن کس يې اعتماد وکړ او د هغه کور ته ورغله چې هغه ورته نوشابه راوړ چې تر څښکلو وروسته نور «په ياد نه لري» چې څه پيښ شول.
فتانه وايي: «زما حافظه کډوډه کيږي او هيڅ شی مې په ذهن کې نه پاتې کیږي. په سبا يې چې ښایي د سهار نه بجې به وې، له خوبه پاڅيدم، ومې ليدل چې د دغه سړي د تخت په سر لوڅه پرته يم او دغه ښاغلی هم له تخته کوز په داسې حال کې چې جامې پر تن دي پروت دی. ما سره نور د دغه سړي په کور کې د پاتې کيدو کوم پروګرام نه وو، خو دا چې د هغه په کور کې پاتې شوې وم ډيره ويريدونکې وه. دا چې مې وليدل لوڅه يم، نو د دغه سړي تخت او کوټې راته ډير شیان مشخص کړل. کله مې چې له هغه څخه پوښتنه وکړه چې تيره شپه څه وشول؟ راته يې وويل چې هماغه ساده کارونه کوم چې ښځې او نارينه يې په خپلو کې ترسره کوي، وشول. نو تا څه غوښتل چې څه وشي؟»
فتانه وايي چې تر هغې وروسته يې پولیسو ته شکایت نه دی کړی: «زه اصلا نه پوهيدم چې پر ما دې تیری شوی وي.» فتانه وايي چې د تيري پر وخت «په هوش نه وه». هغه دوه کاله وروسته په انترنيټ کې د نورو ميرمنو د کيسو په لوستلو سره پوهيږي چې دې سره څه شوي دي او له څه وضعيت سره مخ شوې ده. فتانه وايي: «وروسته له دوو کلونو پوه شوم چې ک الف. پر ما جنسي تیری کړی دی.»
دوه کاله وروسته د شکايت کولو موقع
دغه میرمنه وايي چې په دې دوو کلونو کې نه پوهيده چې څه وکړي، خو اوس يې تصميم نيولی چې له کيوان امام وردي څخه شکایت وکړي.
خو ميرمن عبادي وايي: «په دې برخه کې ستونزه دا ده چې زیانمن شوی کس بیریږي. دوی [تر پيښې وروسته]لومړنی کار چې کوې خپل کالي اغوندي ځکه چې دا يوه بده خاطره ده، حمام ته ځي او ژړا پيلوي او وروسته د څو مياشتو بیا يو له درده ډک حقیقت بیانوي. په داسې يو حالت کې د جرم نښې له منځه تللې وي چې بیا يې په محکمه کې اثبات ډير سخت وي.»
اوس په ایران کې د جنسي تيريو قربانیان، په ټويټر کې خپلې د جنسي تيريو او زورونو کیسې ليکي او له دې لارې د عدالت غوښتونکي دي. حتی کې يې د جرمونو نښې نښانې هم له منځ ته تللي وي.
دویچه وله ف/م.ک.ص./ا.ا
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: