ایران کې افغان مهاجر: نه د پاتېدو ځای او نه د تیښتې لار لرو
۱۴۰۴ خرداد ۲۸, چهارشنبهپه ایران کې مدني فعاله او افغان مهاجره ویدا امیني، خپل ځان په یوه ستونزمن حالت کې ویني. هغه په داسي حال کې چې ستونی یې له ژړا ډک دی، وايي:« موږ د آرامیتا په هیله له جگړو وتښتیدو او دلته مو پناه راوړه، خو اوس دلته هم وضعیت اضطراري سوی دی.»
د اسرائیل له خوا د بریدونو په دوام او پس له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ، د تهران له اوسیدونکو څخه د وتلو غوښتنه وکړه، د تهران ډیریو اوسیدونکو له دغه ښاره وتلو ته مخه کړې ده.
اړوند:د ایران او اسرائيل شخړه: په تهران کې د يوه افغان کډوال وژل کيدل تائيد شوي
خو د ویدا امیني، په شان افغان مهاجر بیا حیران پاته دي چې چیري ولاړ سي: «ډیری خلک له تهرانه د وتلو په فکر کې دي، خو موږ لا پر دې نه یو توانیدلي چې له ښاره د وتلو له پاره کوم ډاډمن ځای پیدا کړو. په اوس وخت کې خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو امکان هم وجود نه لري او همدې خبرې زموږ رواني وضعیت لا پسې خراب کړی دی.»
میرمن امیني، وايي که څه هم هغې په افغانستان کې له جگړو او چاودنو سره عادت کړی ؤ، خو اوسنی وضعیت د هغې د کوچنیانو له پاره ډیر سخت دی: «هغه څه چې تر ټولو زیات موږ اندیښمن کوي، زموږ د کوچنیانو په څېرو کې بیره او وحشت دی. دا زموږ له پاره ډیره سخته ده.»
د فشارونو زیاتیدل:« د خپل نوي زیږیدلي ماشوم له پاره وچې شیدې نه سم اخیستلای»
په دغه ډول شرایطو کې پر افغان مهاجرو باندي فشار چې مخکی لا په ښه حالت کې نه وو، ډیر سوی دی او هغوی وايي چې له پخوا زیات له تحقیر او توهین سره مخامخ دي.
په ایران کې د راحلې رسا، په نوم یوه بله افغان مهاجره وایی:« د ژوند کولو له پاره ځای نه لرو، د پناه اخیستلو ځای نه لرو، د تگ راتگ حق زموږ څخه اخیستل سوی دی. له بد ویلو، توهین او تحقیر سره مخامخ کیږو.»
ځیني نور مهاجر وايي چې نه له ښاره د وتلو اجازه لري او نه هم عاید او د کرایې کورونو له پاره مخکې له مخکې ورکړل سوې پیسې بیرته اخیستلای نه سي، تر څو وکولای سي افغانستان ته ستانه سي. له بلې خوا هغوی شکایت لري چې غذایی توکي هم څو برابره قیمته پر هغوی باندي پلورل کیږي.
یوې مهاجرې مور ډویچه ويلې ته وویل:« زه خپله یو ماشوم لرم چې وچو شیدو ته اړتیا لري. هر درملتون ته چې ځم وچې شیدې نه راکوي ځکه چې قانوني اسناد او ویزه نه لرم.»
په دغه ډول وضعیت کې د دغو مهاجرو د هیلو سترگې نړیوالې ټولنې ته دي، هغه هم په داسي یوه وخت کې چې د نړیوالو کړکیچڼو او داخلي سیاست له امله له مهاجرو څخه ملاتړ ډیر کم سوی دی.
په ایران کې افغان مهاجره مرضیه محمدي، په دې اړه وایی:« له نړیوالی ټولنی او بشری حقونو له بنسټونو څخه زموږ غوښتنه داده چې له مهاجرو څخه ملاتړ وکړي او د وضعیت تر روښانه کیدو پورې دي ډاډمن ځای ورته وټاکي او هغوی دې انتقال کړي.»
په تیره بیا د افغانستان هغه پخواني پوځیان چې له طالبانو تښتیدلي دي، په بیره کې ژوند کوي.
په ایران کې د افغانستان یو پخواني نظامي چې نه غواړي نوم یې واخیستل سي، ډویچه ویله ته وویل:« موږ د جگړې له پراخیدو څخه په دوامداره بیره کې ژوند کوو او نه سو کولای افغانستان ته ستانه سو، ځکه د طالبانو په حکومت کې له خطر او تهدید سره مخامخ یو.»
په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر محمدعمر داود زی، وایي چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې اقدام وکړي او طالبانو مجبور کړي چې د بیرته ستنیدو په صورت کې دغه مهاجر تعقیب نه کړي.
د قاچاقچیانو گنگوسې
په داسي یوه گډوډ حالت کې بیا قاچاقي بانډونه په ظاهر کې د خلکو له بې وسۍ څخه د استفادې په لټه کې دي او داسي گونگسې خپریږي چې د وتلو له پاره د ترکیې سرحد گواکي پرانیستل سوی دی.
محمدعمر داود زی وایی:« زه خبر یم چې قاچاقچیان ورته وايي ترکیې ته ولاړ سئ، ترکیې خپل سرحدونه پرانیستي دي. دا به یو بل ناورین سي. هلته به ولاړ سي، سرحدونه خلاص نه دي، هغه تړلي دي.»
هغه په ایران کې له افغان مهاجرو څخه غواړي چې د امکان ترحده په خپلو اوسنیو سیمو کې پاته سي:« تر هغه ځایه چې امکان لري، زموږ مهاجر دي په هم هغه ځای کې پاته سي چېرته چې اوس دي او د یو څه وخت له پاره حوصله وکړي. او که مجبور سول چې ووځي، نو د خپل هیواد سرحد ته دي حرکت وکړي.»
د مهاجرو د حقونو مدافع علي کریمي، هم د ترکیې د سرحد پرانیستل د قاچاقچیانو له خوا یوه گونگوسه وبلل.
هغه وايي د پروازونو د بندیدو له امله، د ترکیې سرحد یوازي د هغوایراني اتباعو او هغو کسانو پرمخ خلاص دی چې پاسپورټ او ویزه لري او د افغان مهاجرو پر مخ تړلی دی. هغه له افغان مهاجرو څخه غواړي چې د قاچاقبرانو په خبرو باور ونکړي او د هغوی په لومه کی ونه لویږي.
له افغان مهاجرو څخه ناوړه گټه اخیستنه
د ایران راتلونکی وضعیت نامعلوم دی او د اوسني کړکیچ د پای ته رسیدلو څرک نه ترسترگو کیږي. څارونکي حتی په دغه هیواد کې د نظام له احتمالي سقوط او داخلي گډوډیو څخه خبره کوي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ایران په نیابتي جګړو کې د افغان کډوالو د کارولو تاریخ ته په پام سره، افغانان باید پوه سي چې له دوی څخه یو وار بیا ناوړه گټه پورته نه سي.
په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر محمدعمر داود زی، خبرداری ورکوي:« د مهاجرو له برخه لیک سره هم سیاسي او هم قاچاقبري لوبه کیږي.»
د طالبانو بې پروايي
د ځینو هیوادونو حکومتونو له تهران او یاهم په عمومي توگه له ایران څخه د خپلو اتباعو په راایستلو پیل کړی دی او هغوی ته یې د گواښونو او همدا راز د خدماتو د رسولو په هکله معلومات ورکړي دي.
که څه هم د طالبانو ادارې اعلان کړی دی چې د افغان مهاجرو د وضعیت په هکله له ایراني چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دي، خو ځینی کارپوهان په دې باور دي چې طالبان په ایران کې افغان مهاجرو ته پاملرنه نه کوي، ځکه هغوی په دې نظر دي چې دوی د طالبانو د حکومت له لاسه ایران ته تښتیدلي دي.
داوود زی وایی:« دا د تعجب ځای نه دی، د طالبانو د ادارې له پاره ملا او طالب رعیت دی. او په مهاجرو کې ملا او طالب نسته. ښايي د هغوی په سفارت او قونسلگري کې څوتنه موجود وي چې غم یې وخوري. نور خلک خپل رعیت نه بولي. هغوی دغه (مهاجر) خپل دښمنان بولي او وايي چې زموږ له لاسه تښتیدلي دي او زموږ حکومت نه مني.»
دغه وضعیت ته په کتو سره داوود زی، په بهر کې له افغان مذهبي او سیاسي څېرو څخه غواړي چې په ایران کې د مهاجرو د لارښوونې له پاره له خپلو اړیکو او نفوذ څخه استفاده وکړي څو هغوی د دا ډول تبلیغاتو ښکار نه سي.