په ایران کې افغان مهاجر؛ د جگړې، تبعیض او سیاست قربانیان
۱۴۰۴ تیر ۱۳, جمعهد ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند تر اعلان یوازي پنځه ورځې وروسته، د افغانانو د ډله ایز اخراج په اړه د ایران ناڅاپي پریکړې، د حکومت د امنیتي لومړیتوبونو په هکله شکونه زیات کړي دي. د ځینو شنونکو په خبره، دغه لومړیتوبونه تر ټولو مخکې پر منفي قضاوتونو او ټولنیز کنټرول باندي ولاړ دي.
په داسي حال کي، لکه څرنگه چي حکومت ادعا کوي د "د موساد له پاره د افغانانو د جاسوسۍ" په هکله شواهد نه دي وړاندي سوي، د اخراجونو لړۍ په ناڅاپي او زوزریاتي په کارولو سره پیل سوې ده.
د منتقدینو په نظر د حکومت دغه ډول چلند د هغو حکومتونو ښکارندويي کوي چي له فرضي دښمن سره په یو ځای کیدو سره هڅه کوي چې عامه نظر له کورنیو بحرانونو، بې کفایتۍ او نړیوالو فشارونو څخه واړوي.
دغه چلند نه یوازې یو ځل بیا د رژیم امنیتي چلند نندارې ته وړاندي کړ، بلکې د ایران پر ټولنه یې یو دروند قانوني او انساني بار هم واچاوه، چې اوس له اسرائیل سره د جګړې له پایلو او اقتصادي او ټولنیزو فشارونو سره لاس او گریوانه دی.
ډېر هغه مهاجر چي په دا وروستیو ورځو کي، هغه هم له زورزیاتي ډک چلند، د مالونو په مصادرۍ، د هغوی د رسمي اقامې او شناخته کارتونو د اسنادو په څیرلو، په غیر انساني ډول له ایران څخه اخراج سوي دي، په ایران کی زیږیدلي دي او افغانستان یې حتی په سترگو هم نه دی لیدلی.
لکه څرنگه چي د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني، ویلي دي، د روان کال له پیل راهیسي تر اوسه پورې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانان خپل هیواد ته ستانه سوي دي.
اړوند:په جون مياشت کي له ایرانه ۲۳۰ زره افغانان خپل هيواد ته ستانه سوي دي
همدارنگه د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) په خبره، یوازي په جون میاشت کي له ایران څخه ۲۳۳۹۴۱ افغانان افغانستان ته ستانه سوي دي چي د هغوی د لویې برخې په استولو کي له زور څخه کار اخیستل سوی دی.
د ملگرو ملتونو رپوټونه یوازي په تیره اونۍ کي د ورځي تر ۳۰ زره اضافه کسانو له اخراج څخه خبر ورکوي. ویل کیږي چي ډیری دغه کسان د قانوني اوسیدو د اسنادو لرونکي وو.
د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه عمومي حیرانتیا
ډیریو ایرانیانو په ټولنیزو شبکو کي د هغوی په خبره د دغه «شرموونکي او فاشیستي» حرکت پر وړاندي خپله غوسه او کرکه څرگنده کړې ده. ځینو یې له مهاجرو سره وحشیانه چلند «د ایران پر لمن د ننگ لکه» بللې ده.
ځینو یې د ایران او اسرائیل ترمنځ د جگړې او په وروستیو ورځو کي په هیواد کي د ځانگړو شرایطو په یادولو سره ویلي دي چي که دغه ډول جنگي وضعیت همداسي ادامه پیدا کړې وای، نو د دې امکان وو چي ایرانیان به هم نورو هیوادوننو ته کډوال سوي وای.
په ایران کي افغان مهاجر په دا وروستیو کي له ډیرو ننگونو سره مخامخ سوي چي ریښه یې په ناسم مهاجرتي سیاست، ټولنیز تبعیضونو او قانوني محدودیتونو کي پرته ده.
که څه هم د هغوی ډیری یې له کلونو راهیسي په ایران کي ژوند کوي او په اقتصاد او ټولنه کي مهم نقش لري، خو تل له امنیتي چلندونو او اداري فشارونو سره مخامخ سوي دي.
د مځکې او آسمان ترمنځ پرېښودل سوي
ټولنیزې شبکې، د اخراج په کمپونو کي د مهاجرو د ناوړه وضعیت په هکله له زړه بوږنوونکو تصویرونو او رپوټونو ډکې دي. د دوبي په سخته گرمۍ کي دغه مهاجر پرته له اوبو او ډوډۍ څخه په غیر انساني شرایطو کي پر خپل حال پریښودل سوي دي.
له ایران څخه اخراج سوو مهاجرو ته حتی د خپلو ځانونو د سمبالولو او وروسته له ایران څخه د وتلو فرصت هم ورنکړل سو، هغوی حتی مجبور سول ډیر کم څه لا پریږدي او په تش لاس داسي ځایونو ته ستانه سي چي هلته د راتلونکي له پاره هیڅ هیله مندي موجوده نه ده.
حبیب هغه افغان دی چي ټول اولادونه یې په ایران کي زیږیدلي دي او اوس د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ له دریو غړو سره افغانستان ته اخراج سوی دی، دویچه ویله ته وايي چي هغه ته حتی د خپلو وسایلو د ټولولو او د هغه کور له پاره چي کرایه کړی یې وو، د مخکې له مخکې ورکړل سوو او د خپل کار په مقابل کي د پیسو د بیرته اخیستلو فرصت ورنکړل سو.
هغه د خپلې کورنۍ د هغو درو غړو په هکله چي په مشهد کي دي او هره شیبه یې د اخراج امکان سته، وايي:« یوازي ۲۰ میلیونه تومن راته پاته وه چي هغه یې هم مخکي له اخراج څخه د مالیې په توگه زموږ څخه واخیستل.»
اړوند:ملګري ملتونه: سږ کال ۱،۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه اخراج شوي
د حبیب ټول اولادونه د ایران قانوني شناخته کارتونه لري. هغه وايي چي له ایران څخه د افغان اتباعو د وتلو له پاره د وروستۍ نیټې په اړه یې خبرونه اوریدلي وو، خو څرنگه چې هغه او د هغه کورنۍ قانوني اسناد درلودل، نو ورته وویل سول چې اړونده دفتر ته ولاړ سي، ځکه چې د دوی د پاتېدو د اسنادو د تمدید امکان موجود دی. خو بیا، ناڅاپه، کله چې هغوی د تگ له پاره هلته لاړل، نو ورته وویل سول چې دوی باید له ایران څخه ووځي او بله لاره نسته.
حبیب چي په افغانستان کي خپلوان نه لري، وايي چي د یوې سرپناه د موندلو په لټه کي دی، ترڅو ددغه وضعیت څخه ووزي. هغه په ایران کي په وروستیو میاشتو کي د افغان مهاجرو د سخت وضعیت په هکله وايي: « څه ووایم ستونزې ډیرې وې، حتی کله چي کارونو ته تللو نو د خپل عاید د ترلاسه کولو له پاره مو هم مشکلات درلودل.»
اړوند:ملگري ملتونه له ایران څخه د افغان مهاجرو د راستنیدو په اړه اندیښمن دي
باربود گلشیري، چې د ایران حکومت ته په خطاب کې د لیک، یو له لاسلیک کوونکو څخه دی، په دې باور دی چې "تر ټولو مهمه خبره دا ده چې افغان مهاجر - که هغه د اسلامي جمهوریت د قوانینو له مخې قانوني کډوال بلل کیږي او یا هغه کسان چې غیرقانوني گڼل کیږي - په اصل کې د هیڅ ډول حق نه لري."
دغه ایراني هنرمند په وینا، "له سیاسي یا مدني حقونو څخه د گټې اخیستنې له پاره شرط په سیاسي ټولنه پورې اړه لري. مګر نن ورځ، افغانستان نور یو مشروع حکومت نه لري چې د خپلو اتباعو دفاع وکړي. دا کډوال ټول هغه سیاسي بنسټونه نه لري چې یو کس د حقونو مستحق کوي."
په ایران کي د افغان مهاجرو تیره راتلونکی
له پراخو فشارونو او په دا وروستیو کي د افغان مهاجرو له بې ساري اخراج سره سره، لا هم د هغوی ډیره برخه پرته له روښانه راتلونکي په ایران کي پاته ده.
په پراخ او نیژدې راتلونکي کي د اخراجونو گواښ د مهاجرو په ژوندانه کي ناامني او بې ثباتي زیاته کړې ده او هغوی یې د بیرې او بې باورې له وضعیت سره مخامخ کړي دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت مشاور وزیر او د بهرنیو اتباعو او مهاجرو د مرکز مشر نادر یاراحمدي، په دغه هیواد کي د هغو افغانانو شمیر چي په قانوني او یا هم غیر قانوني توگه ژوند کوي، ۶ میلیونه ۱۰۰ زره تنه اعلان کړی دی او ویلي یې دي چي د هغوی نیمايي برخه باید له ایران څخه اخراج سي.
که د اوسني بهیر په ادامه د دغه مشاور وزیر نظر عملي اړخ پیدا کړي، نو ښايي چي لا ډیرافغان مهاجر ، حتی چي قانوني اسناد هم لري، له ایران څخه وتلو ته مجبور کړای سي؛ هغه موضوع چي کیدای سي د ایران او افغانستان له پاره ژور انساني او سیاسي عواقب له ځانه سره ولري. د ډیریو کسانو په باور به د ایران د خلکو له پاره د دغو عواقبو لگښت هم کم نه وي.