روغتياآسیا
په ایران کي د سختي ککړي هوا آلارم ږغول سوی
۱۴۰۱ دی ۱۳, سهشنبهاعلان
لکه څنګه چي د «همیهان» هواپیژندني ملي ادارې پرون دوشنبه خبر ورکړ، هغوی تر سبا چهارشنبه پوری د هوا د ډیري ککړتیا انتظار لري.
د تهران اوسیدونکو د سخت دود رپوټونه ورکړي دي، ډیرو انسانانو ته تنفسي مشکلات او خوا ګرځیدل پیدا سوي دي. خصوصاً د ژمي په میاشتو کي په تهران کي د هوا کیفیت ډیر خرابیږي. ځکه نو دغي ادارې په تهران کي په دې هکله فوق العاده جلسه دایره کړې ده.