په اوکراین کې د پوتین په امر درې ورځنی اوربند پیل سو
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبهد روسي رسنیو په حواله، په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، له خوا اعلان سوی درې ورځنی اوربند پیل سوی دی.
د روسیې د «ریا نووستی» خبري آژانس د کریملن د ماڼۍ په حواله رپوټ ورکړی دی چې دغه اوربند د پنجشنبې د ورځې په سیمه ايز وخت له نیمې شپې راهیسې، د ۱۹۴۵ کال د می په میاشت کې د نازي آلمان پر وړاندې د شوروي اتحاد د بریا د ۸۰ مې کلیزې په مناسبت چې د "سترې بریا" په نوم پیژندل کیږي، اعلان سوی دی. په پام کې ده چی دغه اوربند به د شنبه تر ورځې ادامه پیدا کړي.
اړوند:د اوکراين جګړې ختمولو له پاره ترمپ د اردوغان د مرستې غوښتونکی دی
دغې رسنۍ رپوټ ورکړی دی چې شپه یو څه آرامه وه.
داوکراین هوايي ځواکونو هم د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په سیمه ایز وخت د سهار تر اتو بجو پورې یې په خپل حریم کې د روسیې هیڅ توغندی او یا هم بې پیلوټه الوتکه نه ده ثبت کړې.
د اوکراین هوايي ځواکونو د تلګرام په شبکه کې ویلي دي:«د می میاشتې د اتمې د ورځې په ترڅ کې د سهار تر اتو بجو د اوکراین په هوايي حریم کې د توغندي هیڅ کوم برید او یا هم له بې پیلوټه الوتکې څخه استفاده نه ده ثبته سوې.»
خو د اوکراین پوځ د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ چې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ، سومي سیمه کې هوایی بریدونه ترسره کړي دي. تر اوسه ددغو بریدونو د زیانونو او تلفاتو په هکله معلومات نه دي خپاره سوي.
اړوند:د اوکراین جگړه؛ پوتین په می میاشت کي درې ورځنی اوربند اعلان کړ
ددغه اوربند له پلي کولو څو ساعته مخکې، روسیې او اوکراین یو د بل په وړاندې هوايي بریدونه ترسره کړل. په دغو بریدونو کې پهاوکراین کی لږترلږه دوه تنه ووژل سول، په روسیې کې هم د څو هوايي ډګرونو فعالیتونه مختل سول.
اوکراین له دغه اوربند سره موافقه نه ده کړې او هغه یې یو سیاسي مانور بللی دی، کیف یې په بدل کې د یوه ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه کړې ده.
روسیې د ایستر عیسوي اختر په مناسبت هم یو لنډ مهاله اوربند اعلان کړ، خو اوکراین په هغه وخت کې د روسیې له خوا له دغه اوربند څخه د سرغړونې له سلونو مواردو څخه خبر ورکړی وو.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ترمپ، د جنورۍ په میاشت کې په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار له پیل راهیسې هڅه کړې ده چې د اوکراین او روسې ترمنځ اوربند رامنځته سي. پوتین، د مارچ په میاشت کې د بې قیدو شرطه اوربند له پاره د امریکا متحده ایالاتو او اوکراین وړاندیز رد کړ.