په اندونیزیا کي به نور کوچنۍ نجونی واده ته نه مجبوریږي
۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبهتر اوسه پوري په دغه هيواد کي په ۱۹۷۴م کال کي رامنځته سوی قانون حاکم وو چي هلکانو ته يي په ۱۹ کلني او نجونو ته يي په ۱۶ کلنۍ کي د واده حق ورکاوه.
په اندونيزيا کي د نوموړي سازمان مشر، گريگور نيتيهارجو ويلي چي په دې ډول به تر اوسه پوري ډيري نجوني په کوچني سن کي واده کولو ته مجبوره وې. دغه قانون د روان کال له اکتوبر مياشتي اعتبار لري.
د دغه سازمان په حواله په اندونيزيا کي په اوسط ډول له هرو څلورو نجونو څخه، يوه يي په کوچنيوالي کي وديږي. زياتره يي حتي تر شپاړس کلنۍ مخکي وديږي.
د دغو رسمي ارقامو له مخي، په دې ډول هر کال شاوخوا ۳۴۰ زره نجوني اغيزمني وي. د نيتيهارجو په خبره اکثره وخت نجوني مجبوري وي چي مکتب پريږدي، د ځان اختيار نه لري او وروسته په بې وزلۍ کي خپل ژوند تيروي.
خو کارپوهان خبرداري ورکوي چي دغه نوي قوانين بايد واقعاً په عمل کي هم پلي او په دې برخه کي د خلکو د اذهانو په روښانه کولو کي نور څه هم تر سره سي. په خاص ډول بې وزلي کورنۍ له دغه حالت سره ډيري مخامخي وي، ځکه هغوی له دې لاري هڅه کوي چي خپل اقتصادي ژوند ښه تره کړي.
که څه هم، په آلمان کي هم د مهاجرو له پاره د کم سنه نجونو د واده کولو په اړه، دوه کاله مخکي يو قانون نافذ سو، خو له ښځو څخه د ملاتړ ادارې، تيري ديس فيميس په حواله له هغه راهيسي په دغه هيواد کي په عمل کي ډير کم څه ترسره سوي.
په ۲۰۱۷م کال کي رامنځته سوي قانون بايد تر ټولو د مخه د هغو مهاجرو نجونو ملاتړ کړی وای چي په خپلو ټاټوبو کي تر اتلس کلنۍ کښته، واده کولو ته مجبوري سوي دي.
د دغه سازمان له خوا وروستۍ ټولپوښتنه ښيي چي په تيرو دوو کلونو کي په آلمان کي په کوچنيوالي کي د واده کولو ۸۱۳ پيښې ثبت سوي دي. خو د آلماني چارواکو له خوا يوازي ۹۷ پيښې د فاميلي چارو محکمو ته وړاندي سوي.
د تر اوسه پوري ۵۳ قضيو څخه يوازي د لسو مخنيوی سوی دی. د نوموړي سازمان په حواله دغه احصايي بيا هم بشپړي نه دي ځکه د آلمان يوازي لږ ايالتونه په دې اړه ارقام وړاندي کوي چي په هغو کي باډن وورتمبيرگ، بايرن، نوردراين ويستفالن، براندنبورگ او هيسن ايالتونه شامل دي.
گ.پ/ن.ز/آژانسونه