په امریکا کې ډزې کونکي سعودي محصل: امریکا د بدیو منبع ده
۱۳۹۸ آذر ۱۶, شنبهدغه سعودي نظامي محصل د امریکا د فلوریډا ایالت په پینساکولا، ښار کې په یوه هوایي قرارګاه کې پر نظامي زده کړو بوخت وو. نوموړني د (دسمبر میاشتې په ۶ نیټه) په صنف کې دننه پر خپلو همصنفیانو ډزې وکړې او ۴ تنه یي ووژل. په دې پيښه کې ۸ تنه نور نظامیان ټپیان شوي دي.
نوموړی کس د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شو. په ټپیانو کې دوه تنه اداري کارمندان هم شامل دي، چې تر ډزو سمدستي وروسته دغه روزنیز مرکز ته رسیدلي وو. د پيښې په اړه تر خبر ترلاسه کولو سمدستي وروسته پولیسو ځان د پيښې ځای ته رسیدلي وو.
استخباراتي ادارې د نوموړي سعودي محصل دويم بريدمن نوم محمد شیراني ياد کړی دی. د استخباراتي ادارې په حواله هغه تر ډزو مخکې د انټرنټ له طریقه په خپل یو لنډ پيغام کې لیکلي وو چې هغه د بدۍ خلاف دی او اوس ټوله امریکا د بدیو منبع ګرځیدلې ده.
شمراني لیکلي دي چې هغه د امریکایانو خلاف نه دی، خو لکه څرنګه چې دی هیواد د مسلمانانو او بشریت پر وړاندې د ترسره کیدونکو ورځنیو جرمونو د مالي مرستې ترڅنګ د هغې د ملاتړ او تائید لړۍ جاري ساتلې ده، نو له دې امله د کرکې او نفرت وړ دی.
نوموړي په خپل دې پيغام کې د امریکا غندنه د دې له پاره هم کړې ده چې دغه هیواد د اسرائیلو د ملاتړ لړۍ همداسې جاري ساتلې ده. شمراني په خپل پيغام کې د القاعده ترهګریزې ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن یوې وینا ته هم اشاره کړې ده.
د سعودي پادشاه سلمان تر پيښې وروسته د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره تلیفوني خبرې هم کړي دي. شاه سلمان د امریکا ولسمشر ته ویلي دي چې دا د غندنې وړ عمل کې ښکیل کس په هیڅ صورت د سعودي د ولس د استازیتوب وړ نه دی. د شاه سلمان بیانیه د سعودي عربستان خبري آژانس خپره کړې ده.
د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ په حواله د سعودي پادشاه ورته په تلیفون کې د وژل شویو له کورنیو سره خپله غمرازي څرګنده کړی او هغوی ته یي تسلیت ویلی دی.
د پینساکولا د«نیول ایئر سټیشن» قوماندان تیموتهي کنسالا، ویلي دي چې د سعودي پوځ دويم بريدمن محمد شمراني د پیلوټۍ په برخه کې روزنه ترلاسه کوله او هغه یو له څو سوه بهرنیو محصلينو څخه وو.
د امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په حواله تر ډزو سمدستي وروسته ۶ تنه نور سعودي محصلين سمدستي تر تعقيب لاندې ونیول شول. په دوی کې درې تنه هغه وو چې د پيښې پر مهال یي فلمبردارې کړې وه. امریکایي چارواکو د دې پيښې په اړه پلټنې پيل کړي دي.
آژانسونه/ش.ن/ا.ا