په امریکا کې ټیک ټاک بند شو
۱۴۰۳ دی ۳۰, یکشنبهامریکا کې د ټیک ټاک فعالیت مخکې له دې چې د فدرال هغه قانون چې دغه رسنۍ یې بندوله عملي شي د یکشنبې په ورځ (د جنوري په ۱۹مه) بند شو.په هغه پیغام کې چې دغې رسنۍ امریکا کې خپلو کاروونکو ته استولی دی دی لیکل شوي: « په متحده ایالاتو کې د ټیک ټاک د بندیز لپاره قانون تصویب شو. له بده مرغه، دا پدې معنی ده چې تاسې اوس مهال ټیک ټاک نشئ کارولی.»
دا بندیز وروسته له هغه ولګېد چې ټیک ټاک د شنبې په ورځ ناوخته خپلو کاروونکو ته خبرداری ورکړ چې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم به ډیر ژر« د لنډ وخت لپاره د لاس رسي وړ » نه وي، ځکه د ټیک پر وړاندې د امریکا د منع قانون عملي کیږي.
ټیک ټاک څه وویل؟
ټیک ټاک د شنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې خپلو کاروونکو ته په لیږل شوي پیغام کې وویل : « موږ خواشیني یو چې په متحده ایالاتو کې د ټیک ټاک بندیز قانون به د جنوري په ۱۹ عملي شي. دا موږ دې ته اړ باسي چې په لنډمهاله توګه خپل خدمات بند کړو.»
په پیغام کې ویل شوي « موږ هڅه کوو په متحده ایالاتو کې ژر تر ژر خپل خدمات بیرته پیل کړو ستاسې له ملاتړه مننه کوو هیله د ه له موږ سره اوسئ.»
د ټیک ټاک په اړه د ټرامپ دریځ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره له خبرو وروسته له « ان بي سي نیوز» سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه ښایي د دوشنبې په ورځ د واک له ترلاسه کولو سره سم ته ۹۰ ورځې د بیرته فعالیت اجازه ورکړي.
ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې وویل: « زه فکر کوم چې دا یقینا یو انتخاب دی چې موږ یې په لټه کې یو. د ۹۰ ورځو موده هغه څه دي چې احتمال لري ترسره شي ځکه چې دا مناسبه ده.»
هغه وويل: « که پریکړه وکړم چې دا کار وکړم نو ښایي د دوشنبې په ورځ یې اعلان کړم.»