په امریکا کې د یوه پنځه کلن ماشوم د موټر چلونې جالبه پيښه
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبهدا پيښه د امریکا د یوتاه ایالت په یوه های وی یا تیز سړک رامنځته شوې. پولیس د دوو ښارونو ترمنځ د نښلونکي ۱۵ نمبر لویې لارې پر سر د خپلې دندې پر مهال ګوري چې یو موټر له خپلې لیکې څخه بار بار را وځي او د مقابل لوري څخه راتلونکي سړک ته داخلیږي.
پولیس دغه خطر پيښونکي ډریور ته د دریدو اشاره ورکوي او چلونکی په ډیر مهارت سره خپل موټر د سړک پر غاړه پارک کوي. پولیس هغه وخت هک حیرانه شول چې ویې لیدل دغه موټر چې دوی یې تعقیبوي او فکر یې کاوه کوم ټيټ انسان یا کوم معیوب به یې چلوي، د یوه پنځه کلن ماشوم له خوا اداره کیږي.
ویډیو په یوټیوب کې خپره شوه
د معمول مطابق پولیسو د دې جریان ویډیو هم جوړه کړې وه چې وروسته بیا په یوټیوب کې هم خپره شوه. د دوشنبې په ورځ د رامنځته شوي دغې پیښې ویډیو تر چهارشنبې ورځې پور تر۸۰۰ زرو ډیرو کسانو کتلې وه.
په ویډیو کې لیدل کیږي کله چې پولیس له موټر چلونکي څخه د هغه د عمر پوښتنه کوي، نو ماشوم ورته وایي چې پنځه کلن دی! څه پنځه کاله؟
ماشوم پولیسو ته وویل چې مور یې ورسره ژمنه کړې وه چې یو لیمبورګیني موټر ورته اخلي. مور انکار وکړ او زوی یې له ګراج څخه موټر را وایستلو او پخپله د لیمبورګینې د رانیولو له پاره د بازار پر لور روان شو.
پولیسو په ټویټ کې لیکلي: «ماشوم وویل چې هغه د کالیفورنیا ایالت ته د تلو په نیت له کوره وتلی وو، له کوم ځایه چې هغه غوښتل ځانته لیمبورګینې موټر رانیسي.»
پولیسو په خپل تویت کې دا هم لیکلي دي: «د خپلې خوښې موټر د خریدارۍ له پاره شاید له هغه سره کافي پيسې نه وې. د هغه په جیب کې یوازې درې ډالره وو.»
دغه ماشوم او موټر یې دواړه په ډاډمنه توګه خپلې کورنۍ ته وسپارل شول. لیمبورګیني د ایټالیا جوړ یو ډیر تیزرفتاره لګژري سپورتي موټر دی چې ډير قیمت لري.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز