د بین الافغاني مذاکراتو په هکله د څو هیوادونو ګډه اعلامیه
۱۳۹۹ خرداد ۵, دوشنبهآلمان، اندونیزیا، ناروې، قطر او ازبکستان هیوادونو له لوري په خپره شوې ګډه اعلامیه کې چې د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر هایکو ماس له لوري خپره شوې، په افغانستان کې د کوچني اختر په ترڅ کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اوربند هرکلی شوی دی.
دغو هیوادونو په افغانستان کې درې ورځنی اوربند د افغانستان د سولې او ثبات له پاره مثبت ګام بللی او له ښکیلو خواوو څخه یې غوښتي دي چې په سملاسي توګه بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «موږ ټول اړخونه هڅوو چې په راتلونکو ورځو او اونیو کې لا ډیر ګامونه پورته کړي او له ځنډ پرته بین الافغاني مذکراتو ته ورداخل شي. [داسې مذاکرات] چې هدف یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت او د شخړو پای وي.»
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش هغې غوښتنې ته په اشاره چې د کوید ۱۹ ناروغۍ پرمهال یې د نړیوال اوربند غوښتنه کړې وه، یادو هیوادونو په خپره شوې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دایمي او هر اړخیز کمښت غوښتنه کړې. دغو هیوادونو همدا راز په کرونا ویروس باندې د اخته کیدو په برخه کې د زندانیانو په شمول له خطر سره د مخامخ کسانو او ډلو د خوندي ساتلو په تړاو د لازمو اقدماتو تقضا څرګنده کړې ده.
آلمان، اندونیزیا، ناروې، قطر او ازبکستان چې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې د تسهیل کوونکو هیوادونو نقش هم لوبوي، په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی دی چې دوی د ښکیلو اړخونو له لوري د تقاضا په صورت کې هر راز مرستې ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په روژې میاشت کې د اوربند ټولې غوښتنې رد کړې وې او بیا وروسته یې د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، داسې یو اقدام چې افغان حکومت یې هرکلی وکړ.
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې وه چې د اختر په دریو ورځو کې د ټول هیواد په کچه پر امنیتي ځواکونه بریدونه ونه کړي. سربیره پر دې، طالبانو همدا راز له خپلو غړیو غوښتي دي چې په دغو دریو ورځو کې د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته ولاړ نه شي او دا چې امنیتي ځواکونه هم اجازه نه لري چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو ته داخل شي.
د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اوربند تر ټینګیدو وروسته، ولسمشر غني د اختریزې وینا په ترڅ کې د دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه چې د طالب زندانیانو د آزادولو پروسه به چټکه کړي. دا په داسې حال کې ده چې نن د دوشنبې په ورځ او د کوچني اختر او اوربند په دوهمه ورځ، د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې پروسې د بریا او ښه نیت په موخه د هیواد له زندانونو څخه د ۱۰۰ تنه طالب بندیانو د آزادولو خبر ورکړ.