په افغانستان کې د امريکا عسکري قوماندانان غواړی، تر څو افغانستان ته تر لسو زرو نور امريکايي عسکر واستول شي
۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبهاعلان
دغه خبره نن د امريکا د دفاع وزارت کړی ده. په افغانستان کې د امريکا عسکري قوماندانانو د طالبانو د ورځ په ورځ د ډیريدلو بريدونو په خاطر هېله کړی ده، تر څو افغانستان ته تر لسو زرو نور امريکايي عسکر واستول شي.
اوسمهال په افغانستان کې درې څلويشت زره او په عراق کې يوسلو اته پنځوس زره عسکر ميشت دي.
د امريکا دفاع وزير گيټتس په بخارست کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې هم ويلی وو، دی هېله مند دی، چې افغانستان ته نور عسکر ولېږل شي.