افغانستان کي مي ځاني امنیت نه درلود، په جرمني کي رواني امنیت
۱۳۹۸ آذر ۲۴, یکشنبهد الماني پوځ دغه پخواني همکاران احساس کوي، چي په المانۍ ټولنه کي نه دي منل سوي. قیس جلال یو د هغو څخه دی ، چي په نا مطمیینه حالت کي ژوند کوي.
ډیرو افغانانو په هغه وخت کي د الماني پوځ سره د ترجمان، ساتونکي او یا موټروان په حیث کار کاوه. قیس جلال ۱۸ کلن ؤ، چي د هغوی سره یې د ترجمان په حیث کار شروع کړ.
هغه وايي چي شپږ کاله يې د الماني پوځ د عسکرو سره شپه او ورځ د افغانستان په ډیرو سیمو او خطرناکه منطقو کي ملگرتیا وکړه. قیس کیسه کوي، چي « په اول سر کي، کله چي د الماني پوځ عسکرو ماته حفاظتي واسکټ او خولۍ راکړه، ما ښه احساس نه درلودئ. ما یوازي دومره فکرکاوه، چي خدایه اوس پر کومه خوا روان یم.»
قيس زياتوي: «تر هغه راوروسته په ټولو نظامي عملیاتو کي زما سره بیره ملگرې وه. خاصتأ تر هغه وروسته ،چي تر ۲۰۱۰ م کال راپدېخوا امنیتي وضعیت په ښکاره ډول سره خراب سو.» خو دغه خطر ددې سبب نه سو، چي هغه دي د الماني پوځ سره د همکارۍ څخه راوگرزوي.
دی اضافه کوي:« زه همیشه د خرابو پيښو شاهد وم. زه په جنگ کي دنیا ته راغلی یم او په هغه کي لوی سوم، په دې دلیل مي وکولای سول، شپږ کاله د الماني پوځ له پاه کار هم وکړم.»
د سیاسي-امنیتي مسایلو کارپوه، وینفرید نختوای وايي، چي« د غیر دولتي خیریه سازمانونو او الماني پوځ له پاره افغان ملکي همکاران ډیر مهم وه. نن ورځ هم ۱۶۰۰ افغان ملکي همکاران په کارونو باندي اخته دي، چي که څه هم د آیساف ماموریت په ۲۰۱۴ م کال کي رسمأ پای ته رسیدلی دی.»
»جاسوسان، کافران او خاینان«
د خارجي قواوو او بين المللي مؤسسو سره د اکثرو محلي افغان همکارانو په باب مخکي له مخکي قضاوتونه موجود دي. قیس بیا وايي، چي«که طالبانو موږ نیولی وای، نو سمدستي یې زموږ سرونه راڅخه پرې کوله. خو محلي افراطیانو هم زموږ سره مخالفت کاوه. ما اکثرأ د هغوی څخه دغه کلمات اوریدلي دي:« جاسوسان، کافران او خاینان».
د الماني پوځ سره تر شپږو کالو کار وروسته قیس د خپل الماني سرپرست څخه هیله وکړه، چي ورسره کومک وکړي ،ترڅو د خپل فامیل سره یوځای جرمني ته ولاړ سي. بلاخره هغه اجازه پیدا کړه، چي د الماني پوځ سره د افغان محلي همکارانو د ادغام په چوکاټ کي د خپلي ماندینې او زوی سره یوځای جرمني ته راسي.
هغه الماني ژبه زده کړه او په یوه کال کي یې په ښو نمرو سره د مکتب شهادت نامه تر لاسه کړه. اوس د لایپزیک د خارجیانو او مهاجرینو په اداره کي د مشوره ورکونکي په حیث کار کوي. ده نه غوښتل، چي دولتي کومکونو او مرستون ته کښيني. خو بیا یې هم په جرمني کي تر پنځو کالو ژوند کولو وروسته اقامت محدود دی.
قیس متیقینه دی، چي په افغانستان کي یې د جرمنيانو له پاره ډیرکار کړی دی او حتی خپل ژوند یې په خطر کي اچولی ؤ. اوس د جرمني د کورنیو چارو وزارت تصمیم نیولی دی، چي د قیس او نورو افغان محلي همکارانو اقامت د ۲۰۲۱ م کال تر پایه پوري تمدید کړي. که څه هم دا د ده له پاره يوه ښه تسلي ده، خو امید لري، چي ورته د الماني پوځ د پخواني همکار او څو کلونو انتظار وروسته په نوي ټاټوبي کي بلاخره دایمي اقامت ورکړل سي.