په استانبول کي زلزلې دوام لري
۱۴۰۴ اردیبهشت ۴, پنجشنبهد ترکیې په ستر ښار استانبول کي د زلزلو لړۍ دوام لري. د افاد په نوم د ترکیې د پیښو او اضطراري خدماتو سازمان نن سهار (۲۰۲۵م کال د اپریل ۲۴) له نورو کوچنیو زلزلو څخه هم خبر ورکړ چي یوه یې د ریشتر په مقیاس ۴،۱ یوه.
د چهارشنبه په سهار په استانبول کي څو ځله زلزلې رامنځته سوې. د افاد سازمان په ځايي وخت د غرمې له خوا څه کم یوه بجه د ریشتر په مقیاس ۶،۲ درجې تر ټولوسخته زلزله ثبت کړه چي مرکز یې د استانبول څخه ۴۰ کیلومتره جنوب لویدیځ ته د مرمارا په سمندر کې و. تر هغه وروسته بې شمیره نورې زلزلې هم رامنځته سوې، د افاد په حواله تر اوسه پورې یې شمیر څه د پاسه ۱۸۵ ته رسیږي.
د ترکیې د روغتیا د وزیر کمال میمي په حواله په مجموعي ډول ۲۳۶ کسان زخمیان سوي دي چي ۱۷۳ یې په استانبول او نور یې په نورو ولایتونو کي دي.
د هغه په خبره ۱۵ کسان په روغتون کي تر درملنې لاندي دي. ځینی کسان له لوړو ودانیو څخه د ځان غورځولو له امله ټپیان سوي دي. خو د نړېدلو ودانیو په هکله تر اوسه رپوټ نه دی ورکول سوی.
ترکیه د نړۍ په یوه له هغو سیمو کې موقعیت لري چې د زلزلې له پلوه ډیره فعاله ده.
په استانبول کي تر یو ميلیون ډېري ودانۍ د زلزلو په وړاندي مقاومې نه دي. لکه څنگه چي ترکي رسنیو رپوټ ورکړی دی، ډېرو خلکو د ویرې له امله شپه پر بهر تیره کړه او په پارکونو یا نورو شنو ځایونو کې یې خیمې ودرولې.
افاد، زیان منونکو ودانیو ته د ننوتلو په اړه خبرداری ورکوي. په رپوټ کې ویل سوي دي "له اصلي زلزلې وروسته د نورو کوچنیو زلزلو د دوام له امله، تر یوې ټاکلې اندازې پورې د یوې مودې له پاره د زلزلو د رامنځته کېدو احتمال موجود دی."