په آلمان کې ۴۹ یورويي میاشتنی ټکټ او د دغه هیواد سيل ځایونه
په آلمان کې د می مياشتې له لومړۍ نېټې، ۴۹ یورويي میاشتنی ټکټ فعالیږي، چې خلک پرې کولی شي په عامه ترانسپورت کې د دغه هیواد ټولو برخو ته سفر وکړي. په دغه انځوریز البوم کې د آلمان تر ټولو جالب او ښایسته سیل ځایونه درپېژنو.
تور ځنګل
که د ښکلي طبیعت، شنو درو او ښایسته غرونو شوقیان یاست، نو له تور ځنګله مه تېرېږي. دا د آلمان په جنوب غرب کې پرته سيمه ده. خو فکر مو وي چې په ۴۹یورويي میاشتني ټکټ په خدماتو کې د اوږدو سفرونو تیزرفتاره ريلګاډي شامل نه دي لکه: ICE, ECE, IC, EC)
د راین د مرکزي سیمې دره
د راین مرکزي سیمه د سیل او سفر له پاره بل ښه انتخاب دی. مسافر دغې سیمه ته په تلو کولی شي له زړو کلاګانو، د انګورو باغونو او کوچنیو جالبه ښارونو له کتو خوند واخلي. د کوبلنڅ، بینګن او رودزهایم ترمنځ د شاوخوا ۶۰ کیلومترو په اوږدو کې سیمه ېې د یونسکو د نړیوالو میراثونو په لیست کې هم شامله ده.
کوخم
کوخم د آلمان په لويديځ، د کوبلنڅ ښار لوېديځ په شاوخوا ۵۰ کيلومترۍ کې واقع دی. په لیدلو ارزي. په خپله کوبلنڅ کې د دويچه ایکه هم مه هېروی، دا هغه مشهور ځای دی چې د راین او موزول سیندونه سره یو ځای کيږي.
د کونستانس جهیل
د طبیعي منظرو شوقیانو ته بهترین انتخاب: دغه ښکلۍ جهیل ته پنځم نمبر سيمه ایز اورګاډی (RE5) ورځي کوم چې د شتوتګارت مرکزي ښار او لینداو ښارګوټي ته چې دغه جهيل ته نژدې پروت دی سره نښلوي. مساپر جهیل ته د ورتلو پر وخت د سلونو کيلومترو په اوږدو کې د آلپ غرونو له ښکلو منظرو او کلیو له لېدو هم پوره خوند اخیستلی شي.
له مونشن څخه د اتریش زالسبورګ ته
په ۴۹يورويي ټکټ باندې د آلمان پر سیمه ایزو اورګاډو علاوه د نژدې پرتو بهرنیو سیمه ایزو اورګاډو څخه هم استفاده کيدای شي. په دې ډله کې يو اورګاډي د بایرن ایالت د اتریش زالسبورګ سېمه سره نښلوي چې د کیمزې جهیل له غاړې تېريږي.
له هامبورگه تر زیلت جزیرې پورې
د هامبورګ له التونای ناحېه څخه یو «RE6» اورګاډی د نژدې ۴ ساعته مزل په کولو د آلمان په شمال کې تر ټولو سترې جزېرې ته رسیږي. د دغې سېمې اوږده ساحلونه او ريګي تېپې شهرت لري.
له دریسدن څخه د چک جمهوریت دییچین پر لور
مسافر کولی شي په میاشتني ۴۹ یورويي ټکټ، د آلمان له درېسدن ښار څخه «سويس زاکسن» ته ورسيږي. دغه سیمه ښکلې منظرې او د تیږو تپې او د پلې مزل لارې لري چې په نهایت کې د چک جمهوریت دییچین ته ورښکته کيږي.
له ګرا څخه په چک کې ایګر ته
د اورګاډو شوقیان په ۴۹ یورويي ټکټونو کې نه باید دغه تجربه له لاسه ورکړي. د آلمان په شرق کې د تورینګن ايالت له ګيرا څخه دوه اورګاډي (RB4 او RB2) د چک جمهوریت ایګر ته ځي. دغه اورګاډي د ښکلي پله «ګولډن بروکه» یا طلايي پله له سره تیريږي. د ۷۰ مترو په لوړوالي، دا د نړۍ تر ټولو ستر د خښتو جوړ پُل دی.
له مونشنه تیګرنزې ته
تیګرنزې د سیل و سیاحت له پاره د تر ټولو محبوبه ځایونو څخه یوه ده. سفر ورته په اورګاډو کې کيږي. د مونشن جنوب کې پرته ده چې له یو ساعت نه په کم وخت کې اورګاډی ورسیږي. دا یو ښکلی جهیل دی چې په آلپ غرونو کې واقع دی.
له برلینه بالتیک جزېرې ته
د ګڼو المانيانو له پاره د دوبي په رخصتیو کې د بالتيک بحیره ته ورتلل یو الزامي هدف وي. اوس په ۴۹ یورويي میاشتني ټکټ هر څوک کولی شي دلته هم سفر وکړي. ترڅنګ يې کولی شي له ښکلو ساحلي سیمو او ساحلي ښارونو لکه شترالزوند څخه هم کتنه وکړي.