په آلمان کې ډیری افغان ښځې د پناه غوښتنه کوي
۱۴۰۴ مرداد ۱۷, جمعهپه جرمني کې ډیریو افغان میرمنو د جولای په میاشت کې، د هغې د تیرې میاشتې په پرتله په ښکاره ډول د پناه غوښتنې ډیرې عریضې وړاندې کړي دي. د المان په نیورنبیرگ کې د مهاجرت او کډوالو ادارې (بامف) د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست اومه) خبر ورکړ چې د جولای په میاشت کې د شاوخوا ۳۱۰۰ عریضو په وړاندي کولو سره د هغوی شمیر د جون د میاشتې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي. د جون په میاشت کې چارواکو څه ناڅه ۱۳۰۰ عریضې شمیرلې وې. په دې اړه لومړی د « شپیگل» مجلې رپوټ ورکړی ؤ.
د نوموړي رپوټ له مخې د روان کال په لومړۍ ربع کې دهغوی شمیر له زرو کم ؤ ، له اپریل څخه تر جون پورې بیا د پناه غوښتنې د عریضو شمیر د ۱۲۰۰ او ۱۳۰۰ ترمنځ ؤ. په مجموعي ډول د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې څه ناڅه ۹۶۰۰ عریضې وړاندي سوي دي چی له هغو څخه تقریباً دقیق ۴۵۰۰ تعقیبي عریضې وې.
د ۲۰۲۱ کال په اگست کې ، واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې په افغانستان کې د ښځو وضعیت لاپسې خراب سوی دی. هغوی په سیستماتیک او بڼسټیر ډول تر فشار لاندې دي، له عام محضر څخه ایستل کیږي او د خپلو اساسي بشري حقونو په عملي کولو کې له محدودیتونوسره مخامخې دي.
د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر (BAMF) د اروپايي محکمې د اکتوبر د میاشتې پریکړه د پناه غوښتنې د غوښتنو د زیاتوالي یو بل احتمالي دلیل بولي. د نوموړې پریکړې له مخې، د طالبانو کړنې هغه حد ته رسیدلي چې د آزار اوځورونې اعمال گڼل کیږي. د بامف په وینا، دا پریکړه ددې سبب هم کیدای سي هغه میرمنې چې مخکې د مهاجرو په توگه په رسمیت نه دي پیژندل سوې او یو کمزوری وضعیت یې ترلاسه کړی، پرځای یې اوس تعقیبي غوښتنلیکونه وړاندې کړي.