په آلمان کې پر یوې نجلې ډله ایز جنسي تیری شوی
۱۳۹۷ آبان ۹, چهارشنبهد مونشن ښار د څارنوالۍ یوه ویاند د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتي ۱۳مه) تائید کړې ده چې د دې پېښې په اړه یې څیړنې پيل کړي دي او پنځه شکمن کسان نیول شوي دي.
ویاند زیاته کړې ده چې له شکمنو کسانو څخه د پوښتنو ګرویږنو لړۍ به د روانې میلادې اونۍ تر پایه پورې دوام وکړي.
د آلماني رسنیو د رپوټونو په حواله د جنسي تیرې د دغې پيښې قرباني یوه ۱۵ کلنه نجلۍ او شکمن عاملين یې د افغان قبول شوي مهاجر دي.
په رپوټ کې ویل شوي دي چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې شپږو ځوانانو په انفرادي ډول په مختلفو ورځو او مختلفو ځایونو کې پر دې نجلې جنسي تیری کړی دی. دغه ۱۵ کلنه نجلې چې اوس د مراقبت او سرپرستۍ په یوه مرکز ده، احتمالاً د ګواښل کیدو په نتیجه کې یې دې کار ته غاړه ایښې وي.
دې نجلۍ بالاخره جرئت کړی او موضوع یې له خپل سرپرست یا پالونکي سره شریکه کړې ده او په پایله کې په دې اړه څیړنې پيل شوي دي. د رپوټونو په حواله پولیس د یوه بل شکمن تن په لټه کې دی.
په دې وروستیو کې د آلمان په فرایبورګ ښار کې یوه احتمالي ډله ایز جنسي تیری په دغه هیواد کې د غوغا راپورته کیدو سبب شوی دی. د اکتوبر میاشتې په اواسطو کې ګویا څو تنو پر یوې ځواني نجلۍ جنسي تیری کړی دی. د دې قضیې په ارتباط همدا اوس اته تنه، چې ۷ تنه یې (د ۱۹ او ۲۹ کلونو تر منځ) سوریایان او یو یې ۲۵ کلن آلمانی دی، نیول شوي او په توقیف کې دي.