په آلمان کې يوې محکمې د يوه افغان شکایت رد کړ
۱۴۰۴ خرداد ۱۵, پنجشنبهد آلمان په پلازمینه برلین کې د براندنبورګ سترې محکمې د هغه افغان شکایت رد کړ چې ادعا کوي په پخوا کې یې د آلماني ادارو سره کار کړی او له همدې امله هغه او کورنۍ یې باید آلمان ته د تګ له پاره ویزه ترلاسه کړي.
دا په داسي حال کې ده چې مخکې له دې د دغه افغان وګړي د شکایت په اړه یوې محکمې د رضایت نښه ښوولې وه، خو د براندنبورګ دغه پریکړې هر څه بدل کړ.
شکایت څه دی؟
مدعي کس وویل چې هغه له ۲۰۱۴م کال راهیسې څو ځله د آلمان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جي اې ذیټ) له لارې د افغان پولیسو ځواکونو له پاره د سواد آموزي څو کورسونه ترسره کړي دي.
هغه ادعا کوي چې د خپل فعالیتونه له امله اوس په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لاندې په خطر کې دي.
وروسته له هغې چې طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې واک تر لاسه کړ، هغه د آلمان نړیوالو موسسو ته خبر ورکړی وو چې ګواکي خپله او کورنۍ یې د ګواښ سره مخ دي. وروسته له هغې چې د کورنۍ د منلو غوښتنه یې رد سوه، د آلمان د بشر دوستانه ویزو پر وړاندي یې خپل شکایت درج کړ.
د محکمې استدلال څه دی؟
د برلین براندنبورګ محکمې دغه شکایت بې بنسټه یاد کړی.
محکمه د دې استدلال هم کوي چې یاد کس خپله غوښتنه د المان له یوې ډیپلوماټیکي سرچینې سره نده شریکه کړې.
د محکمې په وینا مدعي کس یوازي له (جي اې ذیټ) سره دا شریکه کړې چې ژوند یې په خطر کې دی، او دا د آلمان د ویزې د ترلاسه کولو په مانا نه ده.
پر دې سربیره محکمې دا هم ویلې دي چې یاد شکایت بې بنسټه دی او کورنۍ یې آلمان ته د راتلو له پاره مستحق نه دي.
همدا راز محکمې زیاته کړې ده چې منل باید د آلمان د سیاسي ګټو د ساتنې لپاره وي او دا فدرالي حکومت دی چې په داسې قضیو کې په انفرادي ډول پریکړه کوي.