په آلمان کې مهاجرو ته د «ښه راغلاست کلتور» لا تازه دی
۱۳۹۸ شهریور ۷, پنجشنبهتېښته او مهاجرت هغه موضوعوگانې دي چې د آلمان په رسنيو کې پرې ډېر بحثونه کيږي. په دغه خپرونو کې سياستوال او کارپوهانو يو د بل ترڅنگ ناست وي او پر دې باندي بحثونه کوي چې هېواد د مهاجرت سیسټم تر حده ډېر تر فشار لاندې دی.
په همدې حال کې چارواکو ويلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د سرپناو پر ضد ۲۰۰۰ جنايي کړنې ثبت شوي دي. ښی اړخي هم اکثره وخت په احتجاج لاس پورې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵م کال په مني کې له آلمان څخه بيخي بل ډول انځورونه نړۍ ته خپاره شول: مهاجر چې درانه بکسونه او سامانونو یې پر شا وو، د ريل په تمځايونو کې ورته خلکو په چکچکو هرکلی وکړ. دا دوستانه چلن د ښه راغلاست کلتور وبلل شو.
خو اوس له دې کلتوره څه جوړ شول؟ آیا اوس نه ليدل کیږي؟ د بيرتلزمن انستيويت يوه تازه څېړنه چې د «ښه راغلاست کلتور د شک او عملي والي ترمنځ» خپره شوې، ښيي چې: د ښه راغلاست کلتور ډېر «غښتلی» دی. د دغي څېړنې يو ليکوال اورکان کوزېمن وايي چې دغه کلتور اوس ځان يوې لوړې کچې ته رسولی دی.
په دې څېړنه کې ۲۰۲۵ کسان د مهاجرت د بېلا بېلو اړخونو په هلکه پوښتل شوي دي. دوی ته ويل شوي ول چې د موضوع په اړه خپل دريځ نه، بلکې په عمومي توگه د مهاجرو او له مهاجرت سره د آلمانانو چلن اټکل او بيان کړي.
اقتصاد: مثبت تمايل
په دې ترتيب ۷۹ سلنه پوښتل شوي په دې آند ول چې هغه کډوال چې په آلمان کې ژوند کوي، د ادارو له خوا ورته په ورين تندي هرکلی ويل کيږي.
زياترو پوښتل شويو وويل چې په ولس کې هم همداسې ده او د مهاجرو په مقابل کې خلک کډوالو ته چې د کار له پاره راغلي، په ښه سترگه گوري.
د مسلکي کارکوونکو د تشې د ډکولو په برخه کې هم ۴۱ سلنه پوښتل شوي، په دې نظر دي چې له نورو هيوادونو څخه دې کارکوونکي جلب شي. دوه په درېيمه برخه پوښتل شوي د کډوالو راتگ د آلمان د اقتصاد له پاره مثبت ارزوي.
په څېړنه کې راغلي چي هغه انځور چې آلمانان یې له کډوالو څخه لري، د ښه راغلاست پر کلتور اغيز لري. په آلمان کې د کډوال په اړه تصور په سر تا سري توگه مثبت نه دی. دا چې د هغو لاسته راوړنې په رسميت پيژندل شوي، يوازې ۴۵ پوښتل شوي په دې آند دي چې دا د ۲۰۱۲م کال په پرتله شاتگ ښيي.
د کار په بازار کې د مهاجرو ادغام د کوربه هيواد له پاره خپل ثمرات ښيي. سربیره پر دې په اصطلاح د کارگرانو د لومړي نسل له خوا د ظرفيتونو ايجاد يو څه له نظره غورځول شوی يا هېر شوی دی.
له پوښتل شويو کابو اکثريت يعني ۵۲ سلنه په دې آند دي چې هيواد ته ډېر کډوال راځي. د دې پوښتنې په اړه چې آیا آلمان د کډوالۍ په برخه کې تر وروستي حده رسېدلی دی، نظرونه ويشل شوي دي.
کابو نيمايي یعني ۴۹ سلنه وايي چې آلمان نور مهاجر نه شي منلی. په ۲۰۱۷م کال کې نظر داسې نه وو. هغه وخت اکثريت (۵۴ سلنه) په دې نظر وو چې آلمان د مهاجرو په برخه کې تر خپل وروستي حده رسيدلی دی.
په دې ترتيب د ۲۰۱۷م کال په پرتله د کډوالۍ په اړه شکونه کم شوي دي. د کډوالۍ منفي اغیز احساسيږي خو دا تمايل د شاتگ په حال کې دی.
ځوانان مصمم دي
که څه هم چې آلمان له څو لسیزو راهیسې د کډوالو کوربه هيواد دی خو د ښه راغلاست کلتور یې ځوان دی. دا څرگندونې د کډوالۍ کارپوه کوزېمن کوي. هغه وايي: «آلمان هغه يو هيواد دی چې د کډوالۍ پديده یې تازه ده او د ښه راغلاست کلتور یې هم ځوان دی، په دوو معناو: له يوه پلوه ځکه چې موږ له لسو تر ۱۵ کالونو راهیسې ځان ته د کډوالو د کوربه هيواد په سترگه گورو. بل اړخ ته ځکه چې په آلمان کې ځوان نسل د زړو په پرتله کډوالو ته په ډېر مثبت نظر گوري.»
د بيرتلزمن د دې څېړنې نتيجه هم داده: ځوان نسل چې لا ديرش کلن شوي نه دي، د زوړ نسل په مقابل کې مهاجرت او ادغام ته په ډېر مختلف نظر گوري.
BS/NZ (Diana Hodali)
زموږ له آرشيف څخه: