په آلمان کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي دي
۱۴۰۰ بهمن ۱۱, دوشنبهد آلمان د راینلد فالتز ايالت د کایزر سلاوتن ښار پولیسو په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د ډزو دغه پيښه د دوشنبې ورځې (د ۲۰۲۲م کال د جنوري میاشتې پر ۳۱مه نیټه) سهار شاخوا ۴ بجې او ۲۰ دقیقې، د کوزل په نوم سيمې ته نژدې د موټر کنټرول پر مهال رامنځ ته شوې ده.
د رويټرز او اسوشتید پریس خبري آژانسونو په حواله، پولیس وايي چې د پيښې عاملان په تيښته بریالي شوي، خو دا چې هغوی په څه ډول موټر او کوم لور ته تښتیدلي په اړه يې توضیحات نه دي ورکړي.
پولیسو په کوزل کې له موټر چلونکي څخه موټر ته د افرادو د نه پورته کولو غوښتنه کړې او خبرداری ېې ورکړی وو چې لږ تر لږه یو تورن کس مسلح دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د پيښې د عاملینو د موندلو په موخه هڅې پيل شوي دی، اما پولیس وايي چې د پیښې د عاملینو او د هغوی د موټر په اړه هيڅ معلومات په اختیار کې نه لري. د پيښې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
آ/م.ک.ص./ن.ز.