په آلمان کې د کم عمره نجونو پر ټیکري د ممنوعیت غوښتنه شوې
۱۳۹۷ شهریور ۲, جمعهد ښځو له حقونو څخه د ملاتړ کوونکي سازمان «تر دې فم» مشرې کريستا شتوله، د پنجشنبې په ورځ د آلمان په پلازمينه برلين ښار کې وويل چې د هغو نجونو په برخه چې عمرونه يې قانوني حد ته نه دي رسيدلي د حجاب پر سرولو نوره یوه داسې موضوع نه ده چې کمه پیښ شي، بلکه پراخه شوې ده.
کريستا شتوله د ټيکري په سر کولو ته د ښکته عمر لرونکو نجونو مجبورول، د ماشومانو د حقونو نقض بولي. هغه غواړي په آلمان کې د هغو نجونو له پاره چې عمرونه يې له اتلسو کلونو ټیت وي د ټيکري په سر کول ممنوع وګرځول شي.
دغې فعالې په خپلو خبرو کې روښانه نه کړه چې په آلمان کې د ټیټ عمر لرونکې څومره نجونې ټیکرې پر سروي. خو ټینګار یې وکړ چې په آلمان کې ميشت ټول فرهنګونه بايد د ټیټ عمر لرونکو نجونو له پاره د ټکري په سر کولو ممنوعيت رعايت کړي.
د «تر دې فم» سازمان چې د نوم معنی يې «د ښځو ټاټوبی» دی په دې تړاو يو کمپاين په لاره اچولی او د ځینو مشهورو څیرو په ګډون یې له یو شمیر کسانو څخه د دې موضوع په ملاتړ لاسلیکونه راټول کړې دي.
د هغو نامتو کسانو په ډلې کې چې تر اوسه له دې کمپاین سره يو ځای شوي نامتو آلمانۍ فمينيسته او د «ايما» مجلې بنسټ ایښودونکې الیس شوارتسر، هنرمنده زيبل کلکيلي، د توبينګين ښارواله بوريس پالمر او ترک تباره مسلمان فمينيسته او وکيله سيران آتش، شامل دي.
«حجاب جنسيتي تبعیض دی»
د کمپاین اعلامیه به تر ۱۰۰ زره لاسلیکونو راټولو وروسته د آلمان عدلیې وزارت ته وسپارل شي. په دې اعلامیه کې کې د نورو تر څنګ راغلي دي چې چې حجاب د هغو نجونو پر وړاندې چې عمرونه يې قانوني حد ته نه وي رسيدلي جنسيتي تبعيض دی.
تر اوسه په دغه کمپاين کې له ۱۰ زرو څخه لږو کسانو ګډون او د غه بيانيه يې امضا کړې ده. لاسليکوونکې د دې غوښتونکي دي چې د نابالغه نجونو له پاره بايد د ښوونځيو په څير په عامه ځايونو کې د ټيکري په سر کول ممنوع شي.
ترک تباره آلمانۍ وکيله او مسلمانه فمينيست سيران آتش، په دې اړه وويل چې د نابالغه نجونو له پاره د ټيکري په سر کول د جنسي ناوړه ګته اخیستنې په توګه شمیرل کیږي. آتش د خپلو خبرو په دوام کې وويل: «د مذهبونو له آزادۍ څخه بايد داسې تعبير وانه خیستل شي چې هر څوک هر څه يې چې زړه وي ترسره يې کړي.»
آتش د دې غوښتونکې شوه چې په آلمان کې بايد د مذهبي آزاديو له پاره حدود وټاکل شي. هغې وويل چې حکومت مسئوليت لري ترڅو په هيواد کې له جنسيتي مساواتو څخه دفاع وکړي.
د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د داکترانو د ټولنې مرستيالې زيګريد پیتر، د دغه کمپاين په تائيد سره وویل چې هغه نابالغه نجونې چې ټيکري په سر کوي، د ويتامين دي له کمښت سره مخیږي. هغې زیاته کړه چې دغه نجونې همدا راز لږ بدني حرکت لري، کم ورزش کوي او په کمو مواردو کې د ښونځي د لامبو په مضمون کې برخه اخلي.
د زيګريد پيتر په خبره د ټيکري له پر سر کولو سره د ماشومانو حقونه د پښو لاندې کيږي ځکه په خبره یې دا په خپله ماشومان نه دي چې د ټيکري په اړه تصميم نيسي بلکه دوي پر هغه تصميم عمل کوي چې د والدينو له خوا یې په برخه کې نیول کیږي.
مخالفتونه
د ټيکري په سر کولو موضوع، په وروستيو کلونو کې په آلماني ټولنه کې يوه د بحث له مهمو موضوع ګانو څخه شميرل کيږي. په دې ورستيو کې د ېوې محکمې له خوا په دې هکله يوه فيصله د مسلمانو ښوونکو د احساساتو راوپارول لامل شوه. په دغو بحثونو کې د ګډونوالو څخه يوه هم د اسلامي چارو ښوونکې ياسمين اوکوتانزوې ده. ميرمن اوکوتانزوې له دويچه ويلې سره په مرکه کې پر هغو نجونو د فشارونو راوستل رد کړل چې له ټيکري سره ښوونځي ته ځي. دغه ښوونکې د خپلو سترګو د ليدلي حال له مخې وايي چې ډيری داسې نجونې شته چې حتي ميندې يې ټيکري نه په سر کوي، خو دوي يې په دواطلبانه توګه په سر کوي. هغه وايي: «موږ مذهبي آزادي لرو او هر څوک بايد د خپل ځان د پوښښ د څرنګوالي په اړه په خپله تصميم ونيسي.»
د آلمان د نژادي تبعيض پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر، برنهارد فرانکه هم ورته نظر لري. د فرانکه په وينا ماشومانو باندې د ټيکري په سر کولو ممنوعيت، د دې پر ځاي چې ستونزه حل کړې لا يې ډيروي. برنهارد فرانکه دويچه ويله ته وويل: «کوم کسان چې غواړي په ښوونځيو کې د ماشومانو د ټيکري د په سر کولو مخنيوی وکړي، د دې لامل به وګرځي چې زده کونکي په خپلو کې ليکې يا صفونه جلا او تبعيض احساس کړي.»
د هغه په خبره، پر دې کار سره به په اوسنيو شرايطو کې رامنځ ته شوی تبعيض او د صفونو جلا کيدل، نور هم تقويت شي. د آلمان حکومت دغه چارواکی وايي چې په ښوونځيو کې د ټيکري په سر کولو باندې د بنديز لګول، په نهايت کې د نورو مذهبونو پر نښو لکه د صليب او کيپا پر ممنوعيت منتج کيږي.
برنهارد زياتوي چې د دې خطر شتون لري چې نجونې د ټيکري پر سر کول د خپل دين يو نه بيليدونکې ارزښت په توګه ومني، چې د هغه د ممنوعيت د عملي کيدو په صورت کې به دوی داسې فکر کوي چې تبعيض ورسره کيږي. هغه په دې اړه وايي: «که چيرته هغه تاسو ممنوع کړئ، تاسو د مذهبي تبعيض ممنوعيت نقض کوي.»
برنهارد وايي که څه هم د لاسليکونو راټولول به د پام وړ واقع شي، خو هغه داسې وړاندوينه نه شي کولای چې دغه حرکت به د نابالغه نجونو له پاره د ټيکري د ممنوعيت لامل واقع شي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: