په آلمان کې د کم سنه هلکانو د جنسي تیري د هڅې دویمه پیښه
۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبهد آلمان په دویسبورګ ښار کې څارنوالانو وویل چې په مولهایم ښار کې د تیرې دوشنبې په ماښام په تر ټولو تازه پیښه کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ احتمالاً د پنځوو هلکانو له لوري محاصره شوې او بیا وروسته په نامناسبه توګه لمس شوې ده.
تر د غې پیښې وروسته اوس څارنوالان د ټولو پنځو هلکانو له ډلې څخه له څلورو یې پلټنې کوي او څلورم هلک چې یوازې ۱۱ کلونه عمر لري د آلمان د قوانینو په رڼا کې د خپل عمر له کبله نه شي تعقیبیدلی. د آلمان په قوانینو کې له ۱۴ کلونو د پورته کسانو تعقیب او پلټنه امکان لري.
د جنسي ځورونې دغه پیښه د آلمان د نورد راین ویستفالن په غربي برخه کې پروت د مولهایم په ښار کې د یوه ډله ایز جنسي تیرې تر پیښې وروسته رابرسیره کیږي چې پکې ان ۱۲ کلن هلکان ښکیل وو. د جنسي تیري د دغې پیښې په پنځو اصلي تورنو کسانو کې درې یې ۱۴ کلن او پاتې دوه یې ۱۲ کلن هلکان دي. له دوی څخه یو ۱۴ کلن تورن هلک د تیرې دوشنبې په ورځ د چارواکو له خوا نیول شوی دی.
د آلمان د پولیسو د اتحادیې مشر راینر وینډت، دغې ځانګړې پیښې ته په پام سره له ۱۴ کلونو څخه ۱۲ کلونو ته د مجازاتو د عمر د ټیټولو غوښتنه کړې ده. خو د سه شنبې په سهار، د آلمان د قاضیانو ټولنې په دې هیواد کې د مجازات کیدونکو مجرمینو د عمر د ټیټولو پر ضد څرګندونې کړي او خپل مخالفت یې څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د خوندي ساتنې ټولنې هم د دغه راز یوه اقدام پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی دی. د دغه سازمان مرستیالې مدیرې مارتینا هوکسول فون آن، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د دې اقدام پر ځای دی د ځوانانو چارو اداره په فردي دوسیو کې د دغه راز ماشومانو د رویې دلایل وڅیړي.
سربیره پر دې د مولهایم د ښار یوه ویاند وویل چې د ډله ایز جنسي تیري په دغه پیښه کې، د تورنو کسانو کورنیو د ځوانانو د چارو د ادارې مرستې رد کړي دي.
DPA / kh-bs