»په آلمان کې د هرو ۱۱ کارکونکو څخه يوه يې جنسي ځورونه ليدلې«
۱۳۹۸ آبان ۴, شنبهاعلان
د آلمان د تبعيض پر وړاندې د مبارزې فدرالي ادارې له خوا د يوې ترسره شوې څيړنې پايلې چې د جمعې په ورځ خپرې شوي، ښيي چې په وروستيو درو کلونو کې د هرو ۱۱ کسانو له ډلې څخه يو تن يې د خپل کار په ځای کې په جنسي توګه ځورول شوی دی.
د دغه څيړنيز رپوټ پر اساس، ۱۳ سلنه ښځو او ۵ سلنه نارينه و ويلي دي چې دوی په کاري محيط کې له نامناسبو څرګندونو، تمسخر، نامطلوبو حرکاتو، فزيکي تماس او يا هم په بل ډول کړنو سره ځورول شوي دي.
د ځورول شوو کسانو له نيمايي څخه ډيرو يې ويلي دي چې دوی د خپلو همکارانو له خوا نه، بلکې د دريمو اشخاصو او يا هم د مشتريانو يا مراجعينو له خوا ځورول شوي دي. د دغو کسانو له ډلې ۳۰ سلنې يې ويلي دي چې دوی د لاس اچونې او يا هم د بدن په لمسولو سره ځورول شوي دي.
/MKS/NS/DPA/ NF/FA