په آلمان کې د مړو ښخولو کاروبار
په آلمان کې د مړو ښخولو شاوخوا ۴۰۰۰ سازمانونه فعالیت لري او ځینې وخت یې ان اعلانونه پر انټرنټ هم خپریږي. د مړو د تدفین د مختلفو لارو او جزئیاتو په هکله معلومات په دې انځوریز البوم کې.
په آلمان کې د مړو ښخولو یو ګټور کاروبار دی
ژوند او مرګ د بشریت له پیل راهیسې یو له بل سره مل دي. د یوه انسان مړينه او وروسته یې د تدفین مراسم هر ځای شته. په آلمان کې اوس تر۴۰۰۰ زیات سازمانونه فعالیت لري چې د مړو د تدفین په برخه کې فعالیت کوي. دا چې په دې کاروبار کې مالي ګټې نغښتې دي، نو له دې امله یې نن ورځ زیاتره پر انټرنیټ اعلانونه هم خپریږي.
کم بیه تدفین تل یوه ستونزه وي
یو وخت د مړو د تدفین مراسم به په مذهبي دود او اخلاقي مسئولیت پوري تړلی وو. پخوا به یوازې کورنیو دا کار ترسره کاوه، خو اوس په آلمان کې د مړو د تدفین په برخه کې تر ۴۰۰۰ ډیر شرکتونه فعالیت لري چې د دې هیواد په مختلفو ښارونو کې نمایندنګۍ هم لري. د آلمان په نورد راین ویستفالن ایالت کې چې ډیر نفوس لري، د یوه مړي ښخول له ۴۴۴ یورو نیولې تر ۹۵۰ یورو پورې مصرف لري خو په دې وروستیو کې یې بیې مخ پر لوړیدو دي.
د مړي سوځول مخ پر ډیریدو دي
په آلمان کې په اوسط ډول ۴۵ سلنه مړي ښخيږي، او نږدې ۵۴ سلنه مړي سوځل کیږي. په آلمان کې د ۱۹۹۹م کلونو په ترڅ کې بیا په تابوت کې د ښخیدونکو فیصدې ۶۰ سلنه وه. تر سوځول کیدو وروسته، د مړي ایرې د هغه خپلوانو ته ورکول کیږي چې هغوی یې بیا په هدیره یا قبرستان کې ښخوي چې د تابوت په پرتله یې مصرف کم دی. د آلمان په بریمن ایالت کې بیا خپلوان اجازه لري چي د کور په باغچو کې د مړي ایرې ښخي کړي.
د ښخولو لګښت تر ۴ زره یورو هم رسیږي
په آلمان کې د مړو ښخولو د مراسمو لګښت په پرلپسې ډول مخ پر لوړیدو دی چې یو دلیل یې د دفن کولو تازه لارې دي. په دې هیواد کې مړي یا له تابوت سره ښخيږي، یا سوځل کيږي، يا په سمندر کې اچل کیږي چې هره لاره خپل ځانګړي مصارف لري. په دې ترتیب د تدفین د ټولو مراسمو لګښت شاوخوا له ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ یورو پورې رسیږي.
تابوت یا د ایرو لوښی
د مړي د تدفین لګښت په دې پورې تړلی چې یو مړی سوځول کیږي که له تابوت سره ښخیږي. په سوځولو سره یې لګښت کمیږي، ځکه یوازې یې ایرې ښخيږي. کله کله داسې هم کیږي چې د ښخولو مراسم ارزانه وي او نور ټولنیز رسم او رواج بیا ډیر لګښت لري. په آلمان کې د قبرونو ځمکه د کلونو له پاره کرایه کیږي او د مرمر ډبري په کارولو سره یې بیې هم بیا لوړیږي.
په آلمان کې د مړینې کچه د زیږیدنې په تناسب لوړه ده
په آلمان کې د ۲۰۱۶م کال په ترڅ کې ۹ لکه او ۱۱ زره کسان مړه شوي چې دغه شمیر په ۲۰۱۵م کال کې ۱،۵ فیصده کم وو. په دې هیواد کې له ۱۹۷۲م کال راهیسې د مړو فیصدي د زیږیدونکو ماشومانو په پرتله لوړ ده. جالبه خبره دا ده چې په آلمان کې په ګوګل کې د «کم بیه تدفین» په لټه کې شئ، نو زرګونه پایلې به ترلاسه کړئ چې دا د دې ښکارندويي کوي چې د تدفین په برخه کې فعال شرکتونه ډیر شوي دي.
د دولت له خوا د تدفین له پاره ۶۰ میلیونه یورو
په آلمان کې په زرونو داسې کورنۍ هم شته چې د مړي د تدفین او اړونده مراسمو له پاره مالي امکانات په لاس کې نه لري. د داسې کورنیو د مرستې له پاره بیا ځايي حکومتونه رامخ ته کیږي. په آلمان کې ځايي حکومتونو د ۲۰۱۷م کال په ترڅ کې په دې برخه کې ۶۰ میلیونه یورو مصرف کړي. په دې ترتیب د شاوخوا ۲۲ زره ښاریانو له پاره د نفر پر سر شاوخوا ۷۵۰ یورو دولتي مصرف شوی دی.