په آلمان کې د دویم لوړ پول د جوړیدو چارې بشپړې شوې
د «هوخ موزل» په نوم پول د موزل پر رود جوړ شوی چې د بنلوکس (بلجیم، هالند او لوګزامبورګ) هیوادونه له آلمان سره وصلوي. د دې لویې پروژې تعمیراتي چارې وروسته له اتو کلونو پای ته ورسیدلې.
د پله د پاسه د پلي کسانو تیریدل
د اونۍ پای د پلي تیریدونکو له پاره ځانګړې شوې وه. په زرګونو کسان د دې پول د پرانستې له پاره ورغلي وو، تر څو د موزل رود د پاسه پر جوړ شوي دې پول قدم ووهي. اټکل کیږي چې هره ورځ به تر ۲۵ زرو پورې نقلیه وسایط له دې پله څخه تیریږي.
د جوړنې په چارو کې ځنډ
دا هوایي پول ۱،۷ کیلومتره اوږدوالی او ۱۶۰ متره لوړوالی لري چې د جوړیدو چارې یي په ۸ کلونو کې بشپړې شوې دي. ټاکل شوې وه چې دا پول په ۲۰۱۵م کال کې پرانیستل شي، خو کارونه یي وځنډیدل. دا پول تر «Kochertal» وروسته چې ۱۸۵ متره لوړوالی لري په آلمان کې تر ټولو لوړ پول دی. همدارنګه دا د اروپا د پول جوړونې تر ټولو لویه پروژه ده.
د څپانده اوبو د پاسه پول
د دې پول جوړونه بی جنجاله هم نه وه. د ګیورګ کاسکا په څیر انتقاد کونکو ویل چې دا د سیمې طبیعي ښکلا ته زیان رسوي. د لګښتونو زیاتوالی هم د دې سبب شو چې دا پول د رسنیو په سرټکو کې ځای ونیسي. د دې پروژۍ مجموعي مصارف ۴۸۳ میلیونه یورو وو، چې یوازې پر پول ۱۷۵ میلیونه یورو لګښت راغلی دی.
د موزل ښکلې دره
په اورڅیګ کې د موزل دره. په حقیقت کې دا سیمه بی له پوله هم ډیره ښایسته او په زړه پورې منظره لري. دا سیمه د انګورو د بڼونو، پلي لارو او برجونو له امله مشهوره ده.
کانګریټي پایې یا ستنې
په پیل کې دغه کانګریټي پایې ودرول شوې او د پاسه پرې اوسپنیزه هواره سطحه نصب کړای شوه. د دې پول د جوړونې پلان په ۱۹۶۰ مو کلونو کې هم مطرح شوې وه. خو په هغه وخت کې د لوړو مصارفو له امله د دې پول جوړونه رد شوی وو.
له پولې پورې غاړه
د Hochmosel پول د اوڅيگ او راختګ او په ادامه یي د آیفل د غرونو لړۍ له هونزروک سره نښلوي. دا پول د ۵۰ نمبر لویې لارې د یوې برخې په توګه د آلمان له راین- ماین سیمې او بنلوکس (بلجیم، هالنډ او لوګزامبورګ) هیوادونو ترمنځ د مستقیم ارتباط زمينه مساعدوي. آلماني او فرانسوي شرکتونو د دې پول د جوړونې په چارو کې برخه درلوده.